د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال عبدالرازق: هوايي بريد ۴۲ وسله وال وژلي


د پنجشنبې پر شپه د کندهار په شاولي‎کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۴۲ وسله‎وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د کندهار امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق مشال راډیوته وویل، بېګاه شپه د دې ولایت د شاولي‎کوټ ولسوالۍ په سیاسنګ سیمه کې وسله‎والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو حمله وکړه.

د قوماندان په وینا تر دوه ساعته جګړې وروسته سیمې ته هوايي ځواکونه ورسېدل او پر وسله‎والو يې هوايي بریدونه وکړل.

د نوموړي په خبره په دغه هوايي بریدونو کې ۴۲ وسله‎وال ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

د جنرال رازق په خبره د وسله‎والو طالبانو سره په دوه ساعته جګړه کې دوه د ملي اردو سرتېري او دوه پولیس هم وژل شوي دي.

د کندهار امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق

دی وايي:

"د دوه ساعته جنګ وروسته موږ هوايي مرسته غوښتې، مرسته پر وخت راورسېده او هلته د دښمن ۴۲ کسان ووژل شول ۱۷ نور ټپیان شول ټپیان يې له ځان سره انتقال کړي نور وسلې مهمات موټران او موټر سایکلان يې پاتې شوي دي. "

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو درېيو میاشتو کې د کندهار پر ۷ شمالي ولسوالیو د وسله‎والو طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

د تېرې شنبې په ورځ چارواکو وویل چې د دې ولایت ۳ ولسوالۍ يې د وسله‎والو طالبانو د سقوط له ګواښه ژغورلي دي.

د چارواکو په خبره وسله‎والو طالبانو غوښتل پر نېښ، غورک او خاکریز ولسوالیو پراخ بریدونه پيل کړي چې پر دغه وسله‎والو د هوا د لارې بریدونه وشول او پرمهال يې د طالبانو د ولسوالانو او د بريدونو د طراحانو په ګډون ٧٠تنه ووژل شول.

راپور :محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG