مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
دا چې د نوي حکومت طرز او جوړښت به څنګه وي او له طالبانو پرته به پکې نور چاته ونډه ورکړل شي او که نه، نوموړي په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل.
بايډن د اګست پر ۳۱مه په خپله ټېليويژني وينا کې په افغانستان کې د وروستیو اقداماتو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې نوموړي دوې لارې درلودې، "یا به له افغانستانه وځي او یا به جګړه تېزوي"، خو ده لومړۍ لاره غوره کړه او د خپلې دغې پریکړې "مسوليت" مني.
شاه محمود قريشی دا خبره د اګست پر ۳۱مه نېټه په اسلام اباد کې له خپل جرمن سيال هایکو ماس سره په ګډه خبرې غونډه کې کړې ده.
سپینه ماڼۍ وايي چې د کابل پر حامد کرزي هوايي ډګر د اګست د ۳۰ مې د راکټي بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او د ا چې د خلکو د ايستلو بهیر بغیر له څه ځنډه روان دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د اګست پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او په مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.
د وزارت په وینا، په دې کې د کابل هوايي ډګر جنوبي دروازه، د کورنیو چارو وزارت له خوا ورغلې لار او شمال ختیځ لار یا د پنجشیر تیلو ستیشن ته نږدې دروازې څخه لرې شي.
د امریکا د مرکزي قومانداني یوه مسوول، بل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا کس نن د اګست پر ۲۸مه ووژل شو.
بایډن د اګست پر ۲۶مه له سپېنې ماڼۍ په خپرو شويو ټېليويژني څرګندونو کې دا پېښه په کلکه وغندل او زياته يې کړه چې د دې ځانمرګو بريدونو عاملين به ونه بخښي.
شيخ رشيد د اګست پر ۲۲مه پر ټويتر پاڼه ليکلي چې د چين سفیر نون رونګ سره يې په پاکستان کې د چين پر کارونو او د هغوی وګړو ته د ډاډه چاپيريال برابرولو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۲مه هم په زرګونو افغانانو کابل هوايي مېدان ته پر تلونکو لارو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.
دې سازمان د اګست پر ۲۲مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د سوله ييزو هڅو د ملاتړ لپاره به افغانستان ته يو پلاوی لېږي البته د دې سفر وخت نه دی ياد شوی.
د انعکاس ټېليويژن د خپرونو مدیر شکرالله پاڅون ادعا کوي چې طالبانو د ټېليويژن د مشر له کوره موټر او وسلې وړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې هغوی په زور او د جګړې له لارې کابل ته د ننوتو اراده نه لري.
نور وښیئ