د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د واک د سوله ییز انتقال په اړه خبرې شوې دي


یو افغان سرتېری په کابل ښار کې په پوځي ګاډي کې ولاړ دی - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۵مې انځور.
یو افغان سرتېری په کابل ښار کې په پوځي ګاډي کې ولاړ دی - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۵مې انځور.

په داسې حال کې چې طالبانو د شاوخوا ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، داسې رپورټونه دي چې د هغې ډلې وسله وال د پلازمېنې کابل شاوخوا ته رسېدلي دي.

کابل یوازینی لوی ښار دی چې د حکومت تر واک لاندې پاتې دی.

په عین وخت کې د واک د سوله ییز انتقال په اړه د خبرو رپورټونه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر عبدالستار میرزکوال د اګست پر ۱۵مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې "واک" یوه انتقالي حکومت ته په سوله ییزه توګه انتقالېږي.

یوه افغان چارواکي اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې طالب مرکچیان د ولسمشرۍ دفتر ته ورغلي چې د واک پر "انتقال" بحث وکړي.

نوموړي د اګست پر ۱۵مه د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د خبرو موخه په سوله ییز ډول طالبانو ته د حکومت انتقالول دي.

د طالبانو یوه ویاند هم مشال راډیو ته تایید کړه چې په دې اړه خبرې روانې دي خو نور تفصیل یې ورنکړ.

تر دې مخکې د افغان ولسمشر دفتر د اګست پر ۱۵مه پر ټولنیزو شبکو په بیان کې وویل چې د کابل په یو شمېر برخو کې ډزې اورېدل شوي دي.

دفتر په بیان کې ویلي چې کابل ښار د نړیوالو ملګرو په همغږۍ د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

د ولسمشر د دفتر رییس متین بېک پر ټوېټر په بیان کې پر خلکو غږ کړی چې نه دې وار خطا کېږي.

په عین وخت کې طالبانو پر خپلو وسله والو غږ کړی چې کابل ته دې نه ننوځي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې هغوی په زور او د جګړې له لارې کابل ته د ننوتو اراده نه لري.


په بیان کې پر طالب وسله والو غږ شوی چې د کابل ښار په دروازو کې ودرېږي او پلازمېنې ته د ننوتو هڅه و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار، میدان وردګ، خوست، دایکنډي او بامیان ولایتونو مرکزونه د اګست ۱۵مې پر سهار له جګړې پرته او مزار شریف ښار د اګست پر ۱۴مه تر لنډې جګړې وروسته طالبانو ونیول.

د طالبانو لاسته د مزارشریف او جلال باد ښارونو له لوېدو وروسته اوس د پلازمېنې کابل یوازینی لوی ښار دی چې د افغان حکومت په کنټرول کې دی.

له دې سره په خوا کې پروان، کاپیسا او پنجشېر هغه ولایتونه دي چې د طالبانو لاسته نه دي ورغلي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې په پاتې ولایتونو کې د روان وضعیت په اړه د افغانستان دولت امنیتي مسوولین او سیمه ییز چارواکي وپوښتي، خو بریالۍ نه شوه.

د مشال راډیو خبریالان وايي، جلال اباد ښار بې له جګړې د وسله والو طالبانو لاس ته پرېوت.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی کسان ښار ته ننوتي او د ولایت مقام، امنیه قومانداني او نورې ادارې یې تر کنټرول لاندې راوستي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویډیوګانو او عکسونو کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په خپل دفتر کې له طالبانو سره لیدل کېږي.

اوسمهال کابل ته د ختېځ لار هم تړل شوي ده.

تر دې وړاندې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.

راپورونه وايي چې د اګست پر ۱۴مه طالبانو شپې مهال د مزارشریف ښار د نیولو لپاره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او مارشال عبدالرشید دوستم له پلوي ځواکونو سره نښتې وکړې، خو ژر د ښار کمربند مات شو او طالبان د ښار پر ټولو ساحو واکمن شول.

راپورونه وايي چې عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور له مزارشریفه حیرتان بندر ته لاړل او له هغه ځایه ازبکستان ته واوښتل.

پر هم هغه ورځ د فاریاب ولایت مرکز میمنه هم د طالبانو لاس ته ورغلله.

د افغانستان په ختیځ کې بیا د لغمان ولایت مرکز مهترلام د اګست پر ۱۴مه شپې مهال بې له جګړې د طالبانو تر کنټرول لاندې شو. .

طالبانو همدا راز د پکتیکا مرکز ښرنه، د پکتیا مرکز ګردېز او د کونړ مرکز اسعداباد هم نیولي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG