د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشورې او بحثونه پای ته رسېدلي، ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي: طالبان


ذبيح الله مجاهد له خپلو ځواکونو وغوښتل چې له خپل ملت سره دې په چلند کې ډېر احتیاط وکړي.
ذبيح الله مجاهد له خپلو ځواکونو وغوښتل چې له خپل ملت سره دې په چلند کې ډېر احتیاط وکړي.

طالب چارواکي وايي چې له اوږدو خبرو او سلا مشورو وروسته د افغانستان د نوي حکومت د تشکیل په اړه بحثونه پای ته رسېدلي دي.

د طالبانو مطبوعاتي غړي مولوي بلال کریمي نن (د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه) مشال راډیو ته وویل چې ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي:

"د حکومتولۍ او حکومت په اړه چې کومو مشورې او بحثونو دوام درلود، هغه بشپړ شوي دي. موږ امیدواره یو چې ډېر نېږدې راتلونکي کې به یو نوی حکومت اعلان شي او موږ به یې شاهدان یو."

دا چې د نوي حکومت طرز او جوړښت به څنګه وي او له طالبانو پرته به پکې نور چاته ونډه ورکړل شي او که نه، نوموړي په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل.

مولوي کريمي زياتوي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د حکومتولۍ په اړه درې ورځنۍ ناسته د تېرې دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.

نوموړی زیاتوي چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر استازو د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو له سفارتکارانو سره د اړوندو هېوادونو د اندېښنو د رفع کولو او اقتصادي بنسټونو د بیارغونې او سفارتي اړیکو جوړولو په اړه خبرې روانې کړې دي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اګست پر ۳۱مه د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د چین له سفیر زوجیان سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي او چینايي لوري د هر ډول مرستو ژمنه کړې ده.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو پر غوښتنه په قطر کې د دوی سفیر دیپک ميټل له شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې سفیر یې له ستانکزي سره د هند پر ضد د افغانستان د خاورې استعمال په اړه اندېښنه شریکه کړې او مقابل لوري د اندېښنو د رفع کولو ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل او دا وخت طالبانو له پنجشیر ولايت پرته پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۳۱مه په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو هغو غړو ته په وينا کې، چې د امریکایانو له وتلو وروسته یې د کابل هوايي ډګر چارې په لاس کې واخیستې، وويل چې له خلکو سره نرم چلند وکړي.

مجاهد له خپلو ځواکونو وغوښتل چې له خپل ملت سره دې په چلند کې ډېر احتیاط وکړي. د ده په خبره ملت يې۲۰ کلنې جګړې ځپلی او نور د دې تحمل نه لري چې وځورېږي.

نوموړي پر داسې وخت طالبان له خلکو سره نرم چلند ته وربللي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د غړو له خوا د یو شمېر خلکو د وهلو ټکولو راپورونه او ويډیوګانې په رسنیو کې لاس په لاس شوې دي.

همداراز ځینو نورو بیا شکایت کړی چې طالبانو د دوی کورونه تلاشي کړي یا یې ګاډي او وسایل په زور ورڅخه اخیستي دي.

نړیوال وايي، د طالبانو کړنې له نېږدې څاري او له دوی سره اړیکې او د دوی په اړه قضاوتونه به د دوی د نوي حکومت په څرنګوالي پورې اړه ولري.

XS
SM
MD
LG