د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د کابل پر هوايي ډګر غورځول شوي توغندي‌ یې تباه کړي


د اګست د ۳۰مې د راکټي بریدونو له وجې په سمدستي توګه د ځاني زیانونو خبر نه دی ورکړل شوی.
د اګست د ۳۰مې د راکټي بریدونو له وجې په سمدستي توګه د ځاني زیانونو خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د کابل پر هوايي ډګر توغول شوي توغندي د امریکا هوايي دفاعي نظام په داسې حال کې تباه کړي چې امریکايي ځواکونه د سخت دريځو لخوا د ګواښونو باوجود له افغانستانه د ستنیدو بهیر په چټکۍ سره د پوره کولو په حال کې دي.

د اګست د ۳۰مې د راکټي بریدونو له وجې په سمدستي توګه د ځاني زیانونو خبر نه دی ورکړل شوی.

سپینه ماڼۍ وايي چې د کابل پر حامد کرزي هوايي ډګر د اګست د ۳۰ مې د راکټي بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او د ا چې د خلکو د ايستلو بهیر بغیر له څه ځنډه روان دی.

یو امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ويلي چې پر هوايي ډګر نژدې پنځه توغندي ویشتل شوي خو د دغو توغندو مخه په هوايي ډګر کې لګېدلي د توغندو دفاعي نظام نیولې ده.

د طالبانو د ادارې يو غړي فرانس پریس خبري ازانس ته ويلي دي چې د ده په باور، هغه ټول پنځه توغندي پر هوايي ډګر هوايي دفاعي نظام تباه کړي دي.

تر دا مهال د دې بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم دا ویل شوي چې پر کابل هوايي ډګر به دا توغندي چا غورځولي وي.

دا بریدونه د اګست تر ۳۱مه یوه ورځ مخکې شوي کومه چې امریکايي ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستلو لپاره ورستۍ نېټه ټاکلې ده.

د اګست پر ۳۱مه به په جنګ ځپلي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودګۍ ۲۰ کلنه دوره پای ته ورسېږي.

امریکا د اګست له ۲۶مې په دوو ډرون بریدونو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تړاو لرونکي دوه اهداف له هغې وروسته په نښه کړي چې دې ډلې پر کابل هوايي ډګر د خونړي برید زمه واري منلې وه.

په هغو دوو ځانمرګو بریدونو کې د ۱۳ امریکايي عسکرو تر څنګ لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان هم وژل شوي وو.

په دې پېښه کې تر ۲۰۰ زیات ټپي شوي هم وو چې ۱۵ امریکايي عسکر هم پکې شامل وو.

د اګست په ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته د امریکا په مشرۍ کې له افغانستانه تر ۱۱۷۰۰۰ زیات بهرني‌ او افغانان اېستل شوي دي.

امریکايي ځواکونه اوس يوازې خپل سرتيري او سفارت کار له هغه هيواده په حفاظت اېستلو کې بوخت دي.

XS
SM
MD
LG