د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان دې بیا د ترهګرۍ په خوندې ځای نه بدلېږي: اسلامي همکاريو سازمان

د اسلامي همکاريو سازمان ويلي، په افغانستان کې د به سوله ييزو هڅو د ملاتړ لپاره يو پلاوی لېږي.عکس-ارشېف
د اسلامي همکاريو سازمان ويلي، په افغانستان کې د به سوله ييزو هڅو د ملاتړ لپاره يو پلاوی لېږي.عکس-ارشېف

د اسلامي همکارۍسازمان (او ای سي) پر طالبانو او نړيوالو غږ کړی چې يقيني دې کړي چې افغانستان به بيا د ترهګرو پر خوندي ځای نه بدلېږي.

دې سازمان د اګست پر ۲۲مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د سوله ييزو هڅو د ملاتړ لپاره به افغانستان ته يو پلاوی لېږي البته د دې سفر وخت نه دی ياد شوی.

د ۵۷ اسلامي هېوادونو دې سازمان د اګست پر ۲۲مه په سعودي عرب کې د افغانستان په اړه تر يوې ځانګړې غونډې وروسته زیاته کړه چې پر راتلونکو افغان مشرانو غږ کوي چې ترهګرې ډلې بايد پر افغان خاوره پښو ټينګولو ته پرېنږدي او افغانان دې په يو ټولشموله حکومت راضي شي.

دې سازمان په افغانستان کې د بې ځايه شوو خلکو او خوړو پر کمښت هم اندېښنه ښوولې او ويلي يې دي چې د مرستندويه هېوادوونو او ادارو سره به په دې اړه خبرې کوي.

طالبانو پر افغانستان قبصه کړې او ولسمشر اشرف غني هېواد پرې اېښی او دا وخت په متحده عرب امارات کې دی. په دې هېواد کې د نوي حکومت جوړولو لپاره په بېلابېلو کچې خبرې اترې روانې دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG