د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن ويلي، د کابل پر هوايي ډګر د بريد غچ به اخلي


بایډن وژل شوي امريکايي سرتيري د اتلانو په توګه یاد کړل او ویې ویل چې دوی په یوه خطرناک ماموریت کې د نورو د ژغورلو لپاره ځان قرباني کړ.
بایډن وژل شوي امريکايي سرتيري د اتلانو په توګه یاد کړل او ویې ویل چې دوی په یوه خطرناک ماموریت کې د نورو د ژغورلو لپاره ځان قرباني کړ.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هوډ ښودلی چې له اسلامي دولت وسله والې ډلې به د کابل پر هوايي ډګر د کړي برید غچ اخلي.

بایډن د اګست پر ۲۶مه له سپېنې ماڼۍ په خپرو شويو ټېليويژني څرګندونو کې دا پېښه په کلکه وغندله او زياته يې کړه چې د دې ځانمرګو بريدونو عاملين به ونه بخښي.

"هغه چا چې دا برید ترسره کړی، او هر هغه څوک چې امریکا ته زیان رسوي، موږ به یې ونه بخښو او موږ به یې هېر نکړو. موږ به تاسو ومومو او حساب به درسره وکړو. زه به په هر ګام سره له خپلو خلکو او ګټو دفاع وکړم."

بایډن هغه امریکایی سرتیري چې د اګست ۲۶مې په پېښه کې وژل شوي، د اتلانو په توګه یاد کړل او ویې ویل چې دوی په یوه خطرناک ماموریت کې د نورو د ژغورولو لپاره ځان قرباني کړ.

د امریکا لوړ پوړو پوځي چارواکو ويلي، چې پرون (د اګست پر ۲۶مه) د کابل هوایي ډګر یوې دروازې "ابې ګېټ" ته نېږدې په دوو ځانمرګو بريدونو کې لږترلږه ۱۳ امریکایي عسکر ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې چاودنو کې لږ تر لږه ۸۵ کسان وژل شوي چې پر ۱۳ امريکايانو سربېره ۲۸ طالبان او نور عام وګړي دي.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس بیا د ۱۴۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی دی.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د اګست پر ۲۶مه ناوخته په خپل بيان کې وويل چې د دوی يو ځانمرګي بريدګر "له امريکايي پوځ سره کارکوونکي ژباړونکي او همکاران" په نښه کړل.

ولسمشر بایډن وویل دا ترهګریز برید به امريکا له هغه هوډه شاته نه کړي چې زرګونه امریکايان او له خطر سره مخ افغانان له افغانستانه راباسي او دې چارې ته به دوام ورکړي.

د اګست ۲۶مې چاودنې له هغه وروسته شوې چې امريکا او ځېنو نورو اروپايي هېوادونو هلته د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش لخوا د بريد وېره څرګنده کړې وه او خبرداری يې ورکړی وو چې خلک دې په دغه ورځ حامد کرزي هوايي ډګر ته نه ورځي. دوی خپلو اتباعو او افغان همکارانو ته هم تاکيد کړی وو چې له هوايي ډګره دې لرې شي.

له کله چې طالبانو افغانستان نيولی، لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي.

د امريکا ولسمشر وویل، په تیرو ۱۲ ورځو کې تر يو لک زيات خلک له افغانستان څخه ویستل شوي دي.

بایډن، چې د اګست ۳۱ مه یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې، وايي په راتلونکو څو ورځو کې د وتلو ماموریت بشپړولو لپاره کافي وخت شته.

که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او افغانان دې له هېواده نه وځي، خو خلک په وېره کي دې چې دا ډله به د خپلې تېرې دورې په څېر بیا پر خلکو زور زیاتی پيل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG