د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو اعلان وکړ چې ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې دی


ملا هبت‌الله د طالبانو د تحریک درېیم مشر دی، نوموړی د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې تر هغه وروسته د دوی مشر شو چې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایانو یوه برید کې ووژل شو.
ملا هبت‌الله د طالبانو د تحریک درېیم مشر دی، نوموړی د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې تر هغه وروسته د دوی مشر شو چې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایانو یوه برید کې ووژل شو.

طالبانو په لومړي ځل د خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د موجودګۍ کره ځای اعلان کړی دی.

دوی وایي، مشر یې د راتلونکي نظام د جوړېدو پر څرنګوالي او ورته نورو مسایلو له خپلو نورو سیاسي څېرو او مخورو سره په کندهار کې په سلا مشورو بوخت دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اګست پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او په مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.

مجاهد زیاتوي، "د اسلامي امارت زعیم عالي قدر امیرالمومنین انشاءالله په کندهار کې دی، له پخوا هم په کندهار کې وو او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به اوسېده، اوس هم کندهار کې دی. هر کله که وغواړي له هغه ځایه به ځان هم ښکاره کړي یا به له هغه ځایه خبرې وکړي."

ملا هبت‌الله د طالبانو د تحریک درېیم مشر دی، نوموړی د ۲۰۱۶م کال په مې میاشت کې تر هغه وروسته د دوی مشر شو چې د طالبانو دوهم مشر ملا اختر محمد منصور د امریکایانو یوه برید کې ووژل شو.

هغه مهال طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې رهبري شورا یې هبت‌الله اخندزاده د خپل رهبر په توګه ټاکلی او مرستیالان‌ یې هم سراج‌الدین حقاني او محمد یعقوب دي.

سراج‌الدین حقاني د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال‌الدین حقاني زوی او محمد یعقوب د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی دی.

طالبان داسې مهال د خپل مشر ملا هبت‌الله د اوسېدو ځای اعلانوي چې پخوا څو ځله د افغان حکومت استخباراتي ادارو د هغه د وژلو خبرونه خپاره کړي وو.

هبت‌الله چې د طالبانو په منځ کې په شېخ صاحب مشهور دی، د کندهار اوسېدونکی دی او دیني زده‌کړې یې په پاکستان کې کړې دي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې په راتلونکي نظام کې به د طالبانو د دغه لومړۍ درجه سیاسي مشر دنده څه وي.

طالبانو دوه اوونۍ مخکې پر کابل ولکه ټینګه کړه او له هماغه لومړنیو ورځو راهیسې یې د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه بحثونه او سلا مشورې شروع کړې دي.

دوی که څه هم ځینو مهمو وزارتونو او ادارو ته سرپرستان ټاکلي، خو خلک او د چارو کتونکي بیا وایي، د چارو د ښه پر مخ بیولو او د خلکو د اندېښنو د لیرې کولو لپاره لازمه ده چې ژر تر ژره د واک سیاسي تشه هم ډکه او یو حکومت رامنځته شي.

رپورټ: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG