د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي افغان او بهرنيو خبریالانو ته د ويزو ورکړې پروسه تېزوي


په کابل کې پاکستانی سفیر منصور احمد خان وايي، دوی بهرنيو هېوادونو د ماموريتونو، نړيوالو سازمانونو او خبريالانو په عارضي توګه پاکستان ته د انتقالولو پر درخواستونو هم کار کوي.
په کابل کې پاکستانی سفیر منصور احمد خان وايي، دوی بهرنيو هېوادونو د ماموريتونو، نړيوالو سازمانونو او خبريالانو په عارضي توګه پاکستان ته د انتقالولو پر درخواستونو هم کار کوي.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت، د افغان او بهرنيو هېوادونو خبریالانو ته د ويزو ورکړې او پروسې تېزولو اعلان کړی دی.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د اګست پر ۱۴مه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د ويزو په ورکولو کې به له هيچا ناقانونه توګه پیسې نه اخيستل کېږي.

هغه زياته کړې چې د پاکستان دولتي هوايي کمپنۍ (پي ای اې) او چارواکو سره په تماس کې دي چې د هغو خلکو لپاره د اضافي پروازونو بندوبست وکړي چې غواړي پاکستان ته لاړ شي.

منصور احمد خان وايي، دوی بهرنيو هېوادونو د ماموريتونو، نړيوالو سازمانونو او خبريالانو په عارضي توګه پاکستان ته د انتقالولو پر درخواستونو هم کار کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د اګست پر ۱۳مه ویلي وو چې دوی به په افغانستان کې ایسار شویو بهرنیو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د ویزې شرایط اسان کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې ویلي وو چې هغه نړیوال خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دې د پاکستان ویزې لپاره درخواست ورکړي چې غواړي د پاکستان له لارې له افغانستان ووځي.

په بیان کې ویل شوي وو چې د پاکستان حکومت به دې درخواستونو ته لومړیتوب ورکوي.

تر هغه اعلان دوې ورځې وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د ویزو کار چټکولو اعلان په داسې وخت کې کړی چې د افغانستان ننګرهار ولایت هم وسله والو طالبانو ته سپارل شوی دی.

ننګرهار ولایت د پاکستان له خیبر پښتونخوا صوبې سره پر پوله پروت دی او تورخم یې ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو لویه لار ده.

په خیبر ضلع کې میشت امنیتي ځواکونو پخلی کړی دی چې د اګست پر ۱۵ نیټه یې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ او تجارتي هلو ځلو لپاره تړلې ده.

د دوی په وینا، دا ګام یې له هغه وروسته د امنیت په خاطر اخیستی چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه د ننګرهار ولایت واک هم په خپلو لاسونو کې اخیستی او د تورخم هغې غاړې ته یې انتظامي چارې سمبال کړې دي.

پر تورخم لاره د ۲۰۲۱م کال د مې له پنځمې نېټې راهسې د پاکستان د کورونو د څار مرکز له خوا سفري محدودیتونه لګول شوي وو.

د دې محدودیتونو له مخې، نه افغان وګړي پرې پاکستان ته تلای شو او نه هم پرې پاکستاني وګړي افغانستان ته اوښتلای شو.

خو د دواړو هیوادونو وګړو ته اجازه وه چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي خو هغه لړۍ هم اوس درول شوې ده.

چارواکي وایي چې په تورخم کې د کسټم او امیګریشن عمله موجوده ده خو دوی امر کړی چې هغوي به ګاډي نه کلیر کوي.

د لنډي کوتل میچینۍ چیک پوسټ نه تر تورخمه پاکستاني امنیتي ځواکونه ګمارل شوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د تورخم په طرف لاړ شي.

XS
SM
MD
LG