د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا بیا له امریکایانو غوښتي چې د ګواښونو له کبله دې له کابل هوايي ډګره لرې شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل نننۍ خبرپاڼه کې په کابل کې له پاتې امریکايي اتباعو غوښتي چې سمدستي دې د کابل د هوايي ډګر له ټولو سیمو لرې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل نننۍ خبرپاڼه کې په کابل کې له پاتې امریکايي اتباعو غوښتي چې سمدستي دې د کابل د هوايي ډګر له ټولو سیمو لرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له امریکایانو غوښتي چې د کره او معتبره ګواښونو په خاطر دې د کابل له هوايي ډګره لرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل نننۍ خبرپاڼه کې په کابل کې له پاتې امریکايي اتباعو غوښتي چې سمدستي دې د کابل د هوايي ډګر له ټولو سیمو لرې شي.

د وزارت په وینا، په دې کې د کابل هوايي ډګر جنوبي دروازه، د کورنیو چارو وزارت له خوا ورغلې لار او شمال ختیځ لار یا د پنجشیر تیلو ستیشن ته نږدې دروازې څخه لرې شي.

تر دې مخکې هم امریکایي چارواکو ویلي وو چې د کابل هوايي ډګر د نورو بریدونو له ګواښ سره مخ دی.

د دې وزارت قونسلي برخې دا اعلان د ولسمشر جوبایډن تر بیان څو ساعته وروسته خپور کړ.

ولسمشر جو بایډن د اګست پر ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې قومندانانو ورته ویلي چې په کابل کې راتلونکی ۲۴ تر ۳۶ ساعته د یوه برید خطر ډېر زیات موجود دی.

ولسمشر جوبایډن د اګست پر ۲۸مه په یوه بیان کې وویل چې د ملي امنیت له ډلې او په افغانستان کې يې له مېشتو خپلو قومندانانو سره ليدلي او هغوی ورته ویلي چې په راتلونکو ۲۴ څخه واخلې تر۳۶ ساعتونو پورې د یوې ممکنه بريد خطر زیات دی.

نوموړي زياته کړې چې پوځي قومندانانو ته یې امر کړی چې ترهر څه مخکې دې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره ټول اقدامات ترسره کړي.

ولسمشر بایډن وویل، امريکا په کابل کې پر دغه ناوړه وضعیت سربیره هم د ولسي افغانانو ایستلو ته دوام ورکوي او د اګست په ۲۷ یې ۶۸۰۰ نور کسان چې په سلګونو یې امریکایان ول، وایستل.

د اګست پر ۲۷ مه پر کابل هوايی مېدان ترهګر بريد کې شاوخوا ۱۷۰ کسان وژل شوي ول چې پکې ۱۳ امريکايي سرتېري ول.

د بريد ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلی وه.

ولسمشر بايډن پر اسلامي دولت ډلې یا داعش د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د غچ اخیستونکي برید په اړه وویل چې په دغه حمله کې چې د اګست پر ۲۸مه سهار وختي د افغانستان په ختیځ ننګرهارولایت کې شوې وه، د داعش دوه غړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG