د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، پر کابل هوایي ډګر د برید چل جوړونکی یې وژلی دی


د امریکا یوې ډرون الوتکې
د امریکا یوې ډرون الوتکې

امریکا وايي، د افغانستان په ننګرهار ولايت کې یې په ډرون برید کې د اسلامي دولت ــ خراسان وسله والې ډلې هغه غړی وژلی چې د کابل پر هوايي ډګر یې برید پلان کړی و.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یوه مسوول، بل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه داعشی د اګست پر ۲۸مه وژل شوی دی. د دې کس نوم تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر دباندې په دوو ځانمرګو بريدونو کې د ۱۳ امريکايي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۷۰ افغان وګړي ووژل شول چې ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د اګست پر ۲۶مه ناوخته په خپل بيان کې وويل چې د دوی يو ځانمرګي بريدګر "له امريکايي پوځ سره کارکوونکي ژباړونکي او همکاران" په نښه کړل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دې چاودنې وروسته د اګست پر ۲۶مه له سپېنې ماڼۍ په خپرو شويو ټېليويژني څرګندونو کې دا پېښه په کلکه وغندله او زياته يې کړه چې د دې ځانمرګو بريدونو عاملين به ونه بخښي.

ده وویل، "هغه چا چې دا برید ترسره کړی، او هر هغه څوک چې امریکا ته زیان رسوي، موږ به یې ونه بخښو او موږ به یې هېر نکړو. موږ به تاسو ومومو او حساب به درسره وکړو."

د پېښې ژوبل کسان د کابل روغتونونو ته رسول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د پېښې ژوبل کسان د کابل روغتونونو ته رسول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

ولسمشر بایډن هغه امریکایی سرتېري د اتلانو په توګه یاد کړل چې د اګست ۲۶مې په پېښه کې وژل شوي ول.

ده وویل، دوی په یوه خطرناک ماموریت کې د نورو د ژغورلو لپاره ځان قرباني کړ.

ولسمشر بایډن وویل، دا ترهګریز برید به امريکا له هغه هوډه شاته نه کړي چې زرګونه امریکايان او له خطر سره مخ افغانان له افغانستانه راباسي او دې چارې ته به دوام ورکړي.

د اګست ۲۶مې چاودنې له هغه وروسته شوې چې امريکا او ځېنو نورو اروپايي هېوادونو هلته د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش لخوا د بريد وېره څرګنده کړې وه او خبرداری يې ورکړی و چې خلک دې په دغه ورځ حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته نه ورځي. دوی خپلو اتباعو او افغان همکارانو ته هم تاکيد کړی وو چې له هوايي ډګره دې لرې شي.

د کابل په حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د "ابې ګېټ" نومې دروازې مخ ته له چاودنې وړاندې ګڼ کسان ولاړ دي.
د کابل په حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د "ابې ګېټ" نومې دروازې مخ ته له چاودنې وړاندې ګڼ کسان ولاړ دي.

له کله چې طالبانو افغانستان نيولی، لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې د کابل د هوايي ډګر له لارې له هېواده ووځي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر ۳۱ مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او وايي په راتلونکو څو ورځو کې د وتلو ماموریت بشپړولو لپاره کافي وخت شته.

که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او افغانان دې له هېواده نه وځي، خو خلک په وېره کي دې چې دا ډله به د خپلې تېرې دورې په څېر بیا پر خلکو زور زیاتی پيل کړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG