د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال دې د افغانستان له اوسنیو "چارواکو" سره خبرې وکړي: شاه محمود قريشي


شاه محمود قريشي ويلي چې نړيواله ټولنه دې له افغان ولس سره مرستو ته دوام ورکړي.عکس-ارشېف
شاه محمود قريشي ويلي چې نړيواله ټولنه دې له افغان ولس سره مرستو ته دوام ورکړي.عکس-ارشېف

د پاکستان بهرنیو چارو وزير ويلي، نړيواله ټولنه باید په افغانستان کې د ثبات او امنیت پر ځای کولو لپاره کار وکړي.

شاه محمود قريشی دا خبره د اګست پر ۳۱مه نېټه په اسلام اباد کې له خپل جرمن سيال هایکو ماس سره په ګډه خبرې غونډه کې کړې ده.

نوموړي د طالبانو نوم وانخيست البته وې ویل چې نړیوال باید افغانستان د سولې لپاره له اوسنيو چارواکو سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړه، نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې له افغان ولس سره خپلې مرستې جاري وساتي او د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو مخه دې ونیسي.

شاه محمود قريشی وویل، په افغانستان کې ناامني او بې ثباتي نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې لپاره هم امنیتي ننګونې رامنځ ته کړي.

خبرې غونډې ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل له کابله د جرمنیانو په ګډون د نړیوالو په راویستلو کې د اسلام اباد د هڅو ستاینه کوي او زیاته یې کړه چې جرمني د افغانستان او د سیمې حالات له نږدې څاري او هڅه یې ده چې په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دا په روان کال کې د پاکستان او جرمني د بهرنیو چارو د وزیرانو درېیم ملاقات دی. پر افغانستان د طالبانو تر قبضې وروسته پاکستان خپلې سفارتي هلې ځلې تېزې کړې او شاه محمود قريشی نه يوازې د ټيليفونو بلکې د سفرونونو له لارې د نړۍ مختلفو هېوادونو مشرانو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو تل تور پورې کاوه چې پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي او د هغوي پټنځايونه په هغه هېواد کې دي. خو پاکستان دا تورونه رد کړي او اوس چې طالبانو افغانستان نيولی نو اسلام اباد دريځ لري چې په هغه هېواد کې ټولشمومه حکومت جوړ شي.

XS
SM
MD
LG