د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان او ولاديمير پوتين د افغانستان پر روانه اوضاع غږېدلي


د پاکستان وزيراعظم عمران او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (په ۲۰۱۹ز کال کې د شنګهای همکارۍ سازمان سرمشريزې پر مهال)
د پاکستان وزيراعظم عمران او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (په ۲۰۱۹ز کال کې د شنګهای همکارۍ سازمان سرمشريزې پر مهال)

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په افغانستان کې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د یوې سرکاري خبرپاڼې تر مخه، پرون (د اګست پر ۲۵مه) له پوتين سره په دې ټېلیفوني خبرو کې عمران خان وويل چې پاکستان په افغانستان کې د راولاړېدونکي صورتحال د هواري لپاره د "ټرایکا پلس" رول اړين ګڼي. نوموړي زیاته کړه چې یو باثباته، خوندي او سوله يیز افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو مشرانو د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره د چارو په همغږي کولو موافقه وکړه.

پاکستان او روسیه د امریکا او چین په ګډون د هغې ډلې غړي دي چې د پراخې شوې ټرایکا "Extended Troika" په نوم پېژندل کيږي او په افغانستان کې د سوله يیز حل لپاره یې یو شمېر غونډې هم کړي دي.

له تيرې څه مودې راهيسې د روسیې او پاکستان تر منځ سفارتي او دفاعي هلې ځلې ګړندۍ شوي دي. تېرکال (۲۰۲۰ز) د پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو روسیې ته سفرونه کړي ول او د روان کال (۲۰۲۱ز) په اپریل میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم اسلام اباد ته تللی و.

عمران خان په داسې حال کې له روسي ولسمشر ولاديمير پوتين سره غږېدلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په سفر دی.

نوموړي نن (د اګست پر ۲۶مه) په عشق اباد کې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره وليدل. قريشي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له ښاغلي بردي محمدوف سره د یوه سوله ییز افغانستان په اړه غږېدلی او دا چې په دې تړاو نېږدې همغږیو ته اړتیا ده.

قريشي پرون (د اګست پر ۲۵مه) د تاجکستان په سرښار دوشنبه کې له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان د تازه اوضاع په اړه د پاکستان دریځ شریک کړ.

پر دې مهال د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وويل چې د افغانستان د سياسي او امنيتي ستونزو د حل لاره يو داسې ټولشموله حکومت دی چې د هېواد ټول لږکي په ځانګړې توګه تاجک وګړي برخه پکې ولري.

له دې وروسته قريشي پرون په ازبکستان کې له ازبک مشرانو سره هم د افغانستان پر اوسنۍ اوضاع بحث وکړ.

پاکستان په وار وار تورن شوی چې له طالبانو او په افغانستان کې یې د هغوی له جګړې ملاتړ کړی، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG