د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د وتلو پروسه به د اګست تر ۳۱مې پای ته رسوو: بايډن


ولسمشر بايډن ويلي، د انخلا عمل پر وخت سر ته رسېدل د طالبانو د همکارۍ په جاري ساتلو او هوايي ډګر ته پر اجازت ورکولو منحصره دی.
ولسمشر بايډن ويلي، د انخلا عمل پر وخت سر ته رسېدل د طالبانو د همکارۍ په جاري ساتلو او هوايي ډګر ته پر اجازت ورکولو منحصره دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې له افغانستانه د خپلو کسانو پر ویستلو یې کار روان دی خو نوموړي زیاته کړې چې هره ورځ د امریکایي سرتېرو لپاره خطر زیاتیږي نو څومره چی دغه کار ژر سر ته رسي، هومره به ښه وي.

ولسمشر بایډن د اګست پر ۲۴مه وویل، د خلکو د ويستلو عمل په چټکۍ سره روان دی، چې تر ټاکل شوې نېټې پورې به پای ته ورسيږي، خو د نوموړي په وينا د دغه عمل پر وخت سر ته رسېدل د طالبانو د همکارۍ په جاري ساتلو او هوايي ډګر ته پر اجازت ورکولو منحصره دی.

بايډن وویل، طالبان په دې لړ کې له امریکا سره کار کوي خو زیاته یې کړه چې دا یو کمزوری وضعیت دی چې د ماتیدو جدي خطر لري.

له دې وړاندې طالبانو ویلي ول، له افغانستانه د نړیوالو د وتلو عمل باید د اګست تر ۳۱مې پورې پای ته ورسيږي او پر واشنګټن یې غږ کړی وو چې د زیات هنرلرونکي او باصلاحیته افغانانو ویستل دې ودروي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۲۴مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکایان کولای شي چې د ټولو وسایلو په کارولو سره هغه ټول خلک چې له دوی سره تړاو لري، له دغه هېواده وباسي خو د نوموړي په وينا، دوی افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو اجازه نه ورکوي او نه هم د نړیوالو د وتلو نېټه غځوي.

مجاهد وویل، په موجوده وخت کې افغانان کابل هوایي ډګر ته د تللو اجازه نه لري او هغه څوک چې پروازونو ته د رسېدو تمه لري، باید ونه ویریږي او پاتې شي.

د طالبانو له وروستیو پرمختګونو او د کابل له نیولو وروسته نېږدې ۶۴ زره بهرنیان او افغانان د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستانه په الوتکو کې وتلي دي.

د امریکا د لوی درستیز د سیمه‌ییزو عملیاتو مرستیال مېجر جنرل هانک ټېلر د اګست پر ۲۴مه ناوخته په ویرجينیا کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له افغانستانه يې يواځې په تېر يو شواروز کې ۲۱،۶۰۰ کسان را ويستلي دي.

XS
SM
MD
LG