د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تيرو ۲۰ کلونو لاس ته راوړنې لاهو کولو ته نه پرېږدم: اشرف غني


افغان ولسمشر وايي، هیواد یې د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخامخ دی.

محمد اشرف غني د اګست پر ۱۴مه، په یوه ویډیويي پیغام کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د زیار او مېړانې ستاینه وکړه. نوموړي وویل چې په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا منظم کول د هغوی په لومړیتوبونو کې دي او په دې اړه جدي اقدامات تر لاس لاندې لري.

ولسمشر غني زياته کړه: "د یوه تاریخي رسالت په توګه هڅه کوم پرې نږدم چې دغه تحمیل شوې جګړه تر دې ډېره افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژل کېدو، ستاسې د تېرو ۲۰ کلنو لاس ته راوړنو د لاسه وتلو، د عامه تاسیساتو د تخریب او دوامداره بې ثباتۍ لامل شي."

ولسمشر غني له خپل ولس نه هم مننه وکړه چې د هغه په وینا د خپلو دفاعي ځواکونو ترڅنګ په کلکه ولاړ دي. هغه وویل، "په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي قواوو بیا انسجام د هغوی لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاس لاندې لري."

هغه دا هم وویل چې د جګړې له کبله له بې کوره شویو خلکو سره به مرسته کوي.


ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو د افغانستان د شاخوا ۲۰ ولایتونو پر ښارونو د ولکې له ټینګولو وروسته، له تیرې شپې راهیسې پر يوشمېر نورو ښارونو بریدونه پیل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي مشال راډیو ته ویلي چې په پکتیکا، پکتیا، میدان وردک ، فاریاب او مزارشریف کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولسي پاڅون کوونکي له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو له وړاندې په شمال، شمال ختیځ او لویدیځ کې ۱۸ ښارونه نیولي او له حکومته یې غوښتي چې کابل هم ور پرېږدي خو افغان حکومت د اګست پر ۱۳مه پرېکړه وکړه چې د دې ډلې پر ضد به جګړه کوي او مقاومت به دوام لري.

XS
SM
MD
LG