د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اګست تر ۳۱مې وروسته د بهرنیو ځواکونو پاته کېدل نه منو: طالبان


د افغان طالبانو وياند سهيل شاهين او نور مشران.عکس-ارشېف
د افغان طالبانو وياند سهيل شاهين او نور مشران.عکس-ارشېف

طالبانو ويلي، له افغانستانه د خلکو د اېستلو په خاطر له هغه هېواده د امریکايي او نړيوالو ځواکونو لخوا د اګست تر ۳۱مې نيټې وروسته د پاته کېدو خبره نه مني.

امريکا ويلي چې پر کابل هوايي مېدان د خلکو ګڼې ګوڼې او له دې هېواده د وتو لپاره ښايي له افغانستانه د اکست تر ۳۱مې نيټې پورې د خپلو ځواکونو د اېستلو نېټه غځوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا د افغانستا ن له نيولو وروسته د اګست پر ۲۳مه نېټه هم د کابل په هواي ډګر په لسګونه زره کسان له افغانستان څخه د وتو هڅه کوي.

واشنګټن د افغانانو د اېستو لپاره د امریکا شخصي هوايي شرکتونو څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اګست په ۲۳مه په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهيل شاهين بريتانوي ټيلي ویژن سکاي نيوز ته ويلي چې دا یوه سره کرښه ده.

امريکايي ولسمشر څه ويلي؟

د امریکا ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستانه د خلکو ايستلو هڅې چټکې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۲مه هم په زرګونو افغانانو کابل هوايي مېدان ته پر تلونکو لارو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.

د اګست پر ۲۲مه بايډن په سپينه ماڼۍ کې وويل چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې ۲۸۰۰۰ کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ملي امنيت ډله د اګست د ۳۱مې د ضرب الاجل (ډيډلاين) پر غځولو هم بحثونه کړي تر څو د امريکايي وګړو، نورو بهرنيانو او له خطر سره مخامخ افغانانو ایستل یقيني شي. په زرګونو امريکايي، برتانوي او اتحادي ځواکونو د کابل هوايي مېدان امنيت نیولی او په داسې حال کې چې ملکي او نظامي الوتکې بهرنيان او افغانان له هېواده باسي، کوښښ کوي د خلکو ډلې له هوايي ډګره ليري وساتي.

د خلکو د ايستلو چارو کې د اسانۍ پيدا کولو لپاره امريکايي پوځيان د طالبانو سره په مسلسل ډول په تماس کې دي. بايډن ويلي چې د امنيت حالت نازک دی او اداره یې د داعش د ګواښ په اړه چې د طالبانو دښمنه ډله ده، اندېښمنه ده.

په کابل هوايي مېدان د خلکو ګڼه ګوڼه هغه وخت زیاته شوه چې کله طالبانو تېره اوونۍ کابل قبضه کړ او ولسمشر غني هېواد پرېښود. اشرف غني دا وخت په متحده عرب اماراتو کې دی. په خپله لومړني ويډيويي پېغام کې هغه ويلي ول چې په کابل کې يې د وژلو سازش جوړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG