افغان طالبانو ويلي، داعش وسله واله ډله د يو ګواښ په توګه نه پېژني. دوی دا خبره له هغه وروسته کړې چې د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر دباندې په دوو ځانمرګو بريدونو کې د ۱۳ امريکايي سرتيرو په ګډون لسګونه افغانان ووژل شول او د دې پېښې مسوليت اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش پر غاړه واخيست.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، داعش ګواښ نه دی او کله چې په افغانستان کې د بهرنیو غیر ډیپلوماتیک حضور پای ته ورسېږي، د هېڅ لوري لخوا به کوم ډول ګواښ پېښ نه شي.
کریمي زیاتوي چې د اګست ۲۶مې "زړه بوږنوونکې پېښه هلته شوې چې د اسلامي امارت مجاهدین نه وو، هغه سیمه د امریکايي عسکرو تر کنټرول لاندې وه."
بلال کريمي وايي، د افغانستان ۳۳ ولایتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، او د ده په وينا هلته ۱۰۰ فیصده امنیت شته او خلک د ارامۍ احساس کوي.
خو د طالبانو په پرتله خلک او یو شمېر شنونکي د داعش د فعالیت په اړه اندېښمن دي. دوی د یوه پخواني ګواښ له نویو څپو وېره لري.
طالبانو لا له وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له داعش سره نښتې کړې او ترمنځ یې د مرګژوبلې پراخ راپورونه شته.
شنونکي وايي، کېدای شي دا ډله له طالبانو د غچ اخیستو او په افغانستان کې د خپل فعالیت د دوام ښودو په خاطر، ځیني اهداف په نښه کړي.
شنونکي عبدالباري عارض وايي، داعش پخوا هم په افغانستان کې یو عمده تهدید پېژندل شوی او اوس چې د طالبانو حاکمیت دی، نو داعش بيا هم د افغانستان لپاره یو مهم تهدید ګڼل کېدلای شي.
"زه فکر کوم چې د طالبانو یو له مهمو پروګرامونو دا دی چې په لیرې پرتو او نېږدې سیمو کې د داعش پر ضد جدي مسلحانه مبارزه وکړي."
اوس مهال طالبان د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې پر ۳۳ ولایتونو حاکم دي، خو د دوی د واکمنۍ له پيله دا د مرګژوبلې تر ټولو لویه پېښه ده چې په پلازمېنه کابل کې کېږي.
د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د افغانستان د مخکيني حکومت لوړپوړو امنیتي چارواکو په دې هېواد کې د نېږدې ۴۰ ترهګرو ډلو د فعالیت خبره کړې وه او ویلي یې و، په دوی کې بهرني وسله وال هم شته.
خو طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د دوی تر کنټرول لاندې افغانستان کې به نوره وینه نه تویېږي، هغه ژمنه چې په لومړیو ورځو کې تر پوښتنې لاندې راغله.
د فېسبوک تبصرې