مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان نن (د مې پر اوومه) مشال راډیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې د وزير اعظم شهباز شريف په هداياتو، امدادي سامانونه نن د پاکستان د هوايي ځواکونو په يوه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته رسول شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون (د مې پر شپږمه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د امريکا بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن، خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري ته د مې پر ۱۸مه، په نيويارک ښار کې، د غذايي خوندیتوب په نړيواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
حافظ طاهر محمود اشرفي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د پاکستان رسنیو وویل چې مزارۍ په دې اړه د ملګرو ملتونو ځانګړو پلټونکو او د بشري حقونو شورا ته لیک استولی دی.
مسکو ژمنه کړې ده چې د مې له پینځمې څخه تر شپږمې پورې به د نورو کسانو د ایستلو لپاره روانه اوونۍ پوځي کارروايي دروي.
د مې پر درېیمه په رپورټ کې راغلي چې په تېرو کلونو کې د ځنګلونو د وهلو کچ ټیټ شوی دی خو پر دې سربېره هم د ۲۰۱۵ز او ۲۰۲۰ز کال ترمینځ شاوخوا ۱۰ مېلیونه هیکټره ځنګلونه ختم شوي دي.
ثناالله دا خبره د مې پر درېیمه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد امریکا غږ راډیو ته وویل چې که د هېواد "مقتدر قوتونه" ضمانت ورکړي نو د تحریک انصاف مشر عمران خان له وزیراعظم شهباز شریف سره د انتخاباتو پر موضوع خبرو ته اماده دی.
امیري په واشنګټن کې د یوشمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو ته د روژه ماتي په مېلمستیا کې له هغوی سره له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو بحث وکړ او وروسته یې په بیان کې وویل چې په یوشمېر خبرو او مسایلو د نظر توافق موجود وو.
د پاکستان د رویت هلال مرکزي کمېټۍ مشر مولانا عبدالکبیر ازاد د مې پر لومړۍ نېټه ماخوستن مهال په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه په ټول ملک کې به کوچنی اختر د مې پر درېیمه وي.
په دې مقدمه کې تور لګول شوی چې "عمران خان، فواد چودري، شہباز گل، ، قاسم سوري، شیخ رشید، شیخ راشد شفیق او د تحریک انصاف یو شمېر نورو مشرانو تر ۱۵۰ پورې کسان قصداً عمداً هڅولي وو چې په مسجد نبوي کې یې د پاکستاني سیاستوالانو پر ضد نعره بازي کړې او بد رد یې ویلي دي."
حمزه شهباز د اپریل په ۱۶مه وزیراعلا منتخب شوی وو خو د صوبې ګورنر عمرسرفراز چیمه ترې د خلف اخیستو څخه انکار کړی وو او د هغه انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، شریف د سعودي عرب له مشرانو سره پر اقتصادي، سوداګريزو، د پانګې اچونې او هلته د مېشتو پاکستانيانو پر چارو خبرې کوي.
د غلام خان بندر تحصیلدار غني الرحمان وزیر د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، لاره د دواړو غاړو د سوداګرو او چارواکيو ترمنځ په غلام خان کې تر یوې جرګې وروسته پرانیستل شوې ده.
په کابل پوهنتون کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې وايي چې دا طرحه به د دوی ستونزې لا زیاتې کړي. دوي وايي په داسې حالاتو کې نه شي کولای چې خپلو درسونو ته توجه وکړي.
پاکستان د ملا یعقوب د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د بهرنیو چارو وزارت یې د اپرېل پر ۱۷مه په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي ول چې د افغانستان له خاورې دې د وسله والو د وراوښتو مخه ونیسي.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي چې پاکستان د وسله والو له خوا د افغانستان خاوره د دې هېواد پرضد د کارولو عمل سخت غندي او تمه کوي چې د طالبانو حکومت به په راتلونکې کې د دغسې فعاليتونو اجازه ور نه کړي.
د پاکستان د قامي سلامتيا کمیټي وايې، د استخباراتي ادارو له تحقيقاتو ثابته شوې چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.
نوموړي بېګا (د اپریل پر ۲۱مه) په لاهور کې جلسې ته په وینا کې د لاریون نېټه و نه ښوده خو پر خلکو یې غږ وکړ چې په دې تحریک کې دې ورسره ملګري شي:
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین دعوه کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په وینا، " ازاد " کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، وسله والې ډلې داعش پر ټېلېګرام په یوه بیان کې د مزارشریف پر جومات د حملې مسوولیت منلی دی.
نور وښیئ