د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د سعودي عرب په سفر دی


د پاکستان قامۍ اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۱مه نېټه وزیراعظم ټاکلی وو.
د پاکستان قامۍ اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۱مه نېټه وزیراعظم ټاکلی وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د سعودي عرب په درې ورځني سفر دی.

نوموړی د اپرېل پر ۲۸مه له يوه لوړ پوړي پلاوي سره ریاض ته تر روانېدو مخکې پر ټوېټر په بیان کې وویل چې له سعودي مشرتابه سره د خپلې هېواد "ملګرتیا او ورورګلوي بیا تازه" کوي. د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د پاکستان د وزیراعظم تر ټاکل کېدو وروسته دا د هغه لومړی بهرني سفر دی.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن وايي، له وزیراعظم سره په سفر کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په ګډون یوشمېر وزیران ملګري دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۷مه په بیان کې ويلي چې شهباز شريف دا سفر د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه کړی.

وزارت وايي، شریف د سعودي عرب له مشرانو سره پر اقتصادي، سوداګريزو، د پانګې اچونې او هلته د مېشتو پاکستانيانو پر چارو خبرې کوي.

بیان وايي، د پاکستان وزیراعظم له سعودي چارواکو سره پر نورو دوه اړخیزه، سیمه ییزو او نړیوالو چارو هم غږېږي.

د بهرنيو چارو وزارت تمه ښوولې چې د شهباز شريف دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمینځ "وار له مخه ښه اړيکې نورې هم ژورې" کړي.

په سعودي عرب کې دا مهال ۲۰ لکه پاکستانيان ژوند کوي چې د وزارت په وينا، د دواړو هېوادونو په "ترقۍ، خوشالۍ او اقتصادي پرمختيا کې رول" لوبوي.

شهباز شريف پر داسې وخت سعودي عرب ته تللی چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی. د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعيل د پیسو له نړيوال صندوق ( انټرنیشنل مانیټري فنډ يا ای اېم اېف) سره د خبرو اترو لپاره د اپرېل پر ۲۱مه نېټه واشنګټن ته تللی وو او د سفر هدف يې د ای اېم اېف له خوا پاکستان ته د پور ورکولو پروګرام بيا پیلول ول.

ای اېم اېف په وروستیو کې پاکستان ته د پور د بل قسط ورکولو په اړه خبرې په داسې حال کې ودرولې چې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک کامیابه او حکومت يې ړنګ شو.

اسلام اباد د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې له ای اېم اېف سره موافقه کړې وه چې ورسره سم، هغه اداره پاکستان ته د ۳۹ میاشتو په موده کې د شپږ اربه ډالرو پر پور ورکولو سلا شوه. خو د کورونا وایرس جهاني وبا او د ای اېم اېف له لوري د شرطونو په مکمل ډول د نه پوره کېدو له امله دغه عمل د ځنډ ښکار شو.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو پوهان فکر کوي چې د شهباز شريف دا سفر ښايي له سعودي عرب څخه د مالي کومک ترلاسه کولو لپاره وي.

تر دې وړاندې د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ هم سعودي عرب دوه ځلې پاکستان ته د اقتصادي ستونزو د حلولو په خاطر پورونه ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG