د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرفي: د مذهب سپکاوي سزاګانو قانون د غلط استعمال اجازه نه ورکوو


حافظ طاهر محمود اشرفي د مې پر پنځمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې د تحریک انصاف د مشرانو او پلویانو پرضد به د مذهب سپکاوي مقدمه له قانون، قران او سنت سره سمه پرمخ ځي.
حافظ طاهر محمود اشرفي د مې پر پنځمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې د تحریک انصاف د مشرانو او پلویانو پرضد به د مذهب سپکاوي مقدمه له قانون، قران او سنت سره سمه پرمخ ځي.

د پاکستاني وزیراعظم د مذهبي همغږۍ چارو سلاکار حافظ طاهر محمود اشرفي ویلي دي چې هېچا ته د مذهب سپکاوي د سزاګانو قانون د غلط استعمال اجازه نه ورکوي.

حافظ طاهر محمود اشرفي د مې پر پنځمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې د تحریک انصاف د مشرانو او پلویانو پرضد به د مذهب سپکاوي مقدمه له قانون، قران او سنت سره سمه پرمخ ځي.

ده د بشري حقونو چارو پر پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ انتقاد وکړ چې ولې یې په دې اړه د ملګرو ملتونو ځانګړو پلټونکو او ادارې ته لیک استولی دی.

ده وویل، "شیرین مزارۍ صاحبې چې لیک استولی دی، هغه به د پاکستان دریځ کمزوری کړي. د پاکستان ټول ولس د [مذهب سپکاوي د سزاګانو] د قانون ساتونکی دی او دا په کوم ګوند یا ډلې پورې تړاو نه لري."

حافظ طاهر محمود اشرفي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د پاکستان رسنیو وویل چې مزارۍ په دې اړه د ملګرو ملتونو ځانګړو پلټونکو او د بشري حقونو شورا ته لیک استولی دی.

د دوی په وینا، نوموړې په دې لیک کې دعوه کړې چې د وزیراعظم شهباز شریف حکومت د پخواني وزیراعظم عمران خان او د تحریک انصاف ګوند د پلویانو پرضد د مذهب سپکاوي د سزاګانو قانون کارول غواړي چې باید یې مخه ونیول شي.

د پاکستان ډان او دي نیوز ورځپاڼو ویلي چې نوموړې دا لیک د مې پر دویمه استولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۸مه چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومتي پلاوی مسجد نبوي ته داخلېده نو پرضد یې یوشمېر خلکو نعرې ووهلې.

تر دې دوه ورځې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وویل چې تحریک انصاف ګوند د سیاستوالانو او پلویانو پرضد د نبوي جومات د بې احترامۍ په تور د مذهب سپکاوي د سزاګانو له قانون سره سمه مقدمه دایره شوې.

رانا ثنا الله د پاکستان جیو ټلویژن ته دا هم ویلي وو چې ښايي په دې مقدمه کې د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان هم ونیول شي.

په دې مقدمه کې تور پورې شوی وو چې "عمران خان، فواد چودري، شہباز گل، قاسم سوري، شیخ رشید، شیخ راشد شفیق او د تحریک انصاف یوشمېر نورو مشرانو تر ۱۵۰ پورې کسان قصداً هڅولي ول چې د اپرېل پر ۲۸مه په مسجد نبوي کې" د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د حکومتي پلاوي پر ضد "نعرې ووهي او ورته بد رد" ووايي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د مې پر لومړۍ نېټه پر حکومت غږ وکړ چې مقدمه دې ختمه کړي او د مذهب سپکاوي د سزاګانو قانون دې د خپلو مخالفانو پرضد د وسلې په توګه نه کاروي.

XS
SM
MD
LG