د لاسرسي ځای

تازه خبر

رینا امیري: اسلامي نړۍ دې د افغان نجونو او ښځو د حقونو دفاع وکړي


په کندهار کې یوشمېر ماشومانې په ښوونځي کې د زده کړو پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ میاشتې انځور.
په کندهار کې یوشمېر ماشومانې په ښوونځي کې د زده کړو پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ میاشتې انځور.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، اسلامي نړۍ ته په کار ده چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو دفاع وکړي.

نوموړې د مې پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې له تعلیم او کاره د افغان ښځو او نجونو د بې برخې کولو پالیسي د نړۍ په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې نه ده لیدل شوې.

امیري په واشنګټن کې د یوشمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو ته د روژه ماتي په مېلمستیا کې له هغوی سره له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو بحث وکړ او وروسته یې په بیان کې وویل چې په یوشمېر خبرو او مسایلو د نظر توافق موجود وو.

طالبانو د رینا امیري د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دریځ تکرار کړی دی چې "د شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول نو د نجونو پر مخ یې تر شپږم ټولګي وروسته ښوونځي او پوهنتونونه وتړل.

تر هغې څه موده وروسته په ځینو ولایتونو کې د نجونو زده کړې پیل شوې او د روان کال په فبرورۍ کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو تعلیم بیا پیل شو خو د مارچ پر ۲۳مه یې د خپلې ژمنې برخلاف نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ور نه کړه.

د افغانستان د ګرمسېرو سیمو پوهنتونونه د نجونو پرمخ بیا پرانیستل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

له دې کبله طالبان په نړیوال کچ له انتقاد او سخت فشار سره مخامخ دي خو هغوی وايي، پر دې موضوع یې بحث ته دوام ورکړی دی او وايي، هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم لپاره مناسبه فضا برابره کړي.

په همدې حال کې ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د مې لومړې پر ماښام د کوچني اختر په مناسبت پر فېسبوک په غږیز پیغام کې په افغانستان کې د تعلیم او لوړو زده کړو پر موضوع وغږېد او ټینګار یې وکړ چې د نجونو د زده کړو عمل بیان دوام ومومي.

XS
SM
MD
LG