د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله: د انتخاباتو د نېټې پرېکړه به حکومت کوي


رانا ثناالله د پاکستان د نوي حکومت د کورنیو چارو وزیر دی - پخوانی انځور.
رانا ثناالله د پاکستان د نوي حکومت د کورنیو چارو وزیر دی - پخوانی انځور.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي دي چې په هېواد کې د نویو انتخاباتو د وخت پرېکړه به حکومت کوي.

نوموړي دا خبره د مې پر درېیمه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد امریکا غږ راډیو ته وویل چې که د هېواد "مقتدر قوتونه" ضمانت ورکړي نو د تحریک انصاف مشر عمران خان له وزیراعظم شهباز شریف سره د انتخاباتو پر موضوع خبرو ته اماده دی.

په پاکستان کې د واکمنو یا مقتدره قوتونو اصطلاح اکثر د هغه هېواد امنیتي ادارې لپاره کارېږي چې په اړه یې فکر کېږي چې پر سیاسي چارو خورا زیات نفوذ لري. خو د هېواد پوځ په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي چې نه په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او نه دې یې څوک پکې د ښکېلولو هڅې کوي.

رانا ثناالله د مې پر درېیمه پر ټوېټر ولیکل چې د نویو انتخاباتو لپاره به "د مناسب وخت پرېکړه حکومت" کوي.

ده خپلو سیاسي مخالفانو ته په اشاره زیاته کړې ده چې د "قامي خزانې له لوټ کوونکو سره تر حساب کتاب پورې انتخابات نه کېږي." دا هغه تور دی چې اوسنی حکومت یې د تحریک انصاف په مشرۍ د پخواني اېتلافي حکومت پر مشرتابه پورې کوي چې هغوی رد کړی. البته د تحریک انصاف ګوند پخواني حکومت هم د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند مشرانو پرضد د درغلیو قضیې پیل کړې وې او هغوی پر ځان له لګېدلیو تورونو انکار کاوه.

پخواني وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۳۰مه ویلي ول چې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنې لپاره به د روانې میاشت په پای کې د اسلام اباد پر لوري لاریون (لانګ مارچ) کوي.

شیخ رشید د مې پر درېیمه په اسلام اباد خبریالانو ته وویل چې احتجاجي لاریون "خونړی" کېدای شي نو ځکه دې "مقتدره حلقې دې مداخله وکړي" او مخه دې یې ونیسي. خو د دې په ځواب کې د کورنیو چارو اوسني وزیر رانا ثناالله پر ټوېټر پر رشید تور پورې کړی دی چې هغه په هېواد کې د "کورنۍ جګړې" په څېر حالات پیدا کول غواړي.

پاکستان تحریک انصاف او د هغه ګوند ملګرو تر هغې وروسته احتجاجونه او جلسې وکړې چې د قامي اسمبلۍ اکثرو غړو پر عمران خان د نه باور تحریک په حق کې رایه ورکړه او هغه یې له دندې ګوښه کړ.

عمران خان د اپریل پر ۲۱مه د لاهور غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د خپلو احتجاجونو له لارې حکومت د انتخاباتو اعلان ته مجبوروي.

د اپرېل پر ۱۱مه قامي اسمبلۍ میا شهباز شریف د نوي وزیراعظم په توګه منتخب کړ او هغه خپله کابینه جوړه کړه. د شریف حکومت تر دې مخکې ویلي ول چې انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کوي.

XS
SM
MD
LG