د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي سلامتيا کمیټۍ: د عمران خان حکومت د بهرني سازش له وجې نه دی نسکور شوی


عمران خان د اپریل پر لسمه د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک له کامیابیدو وروسته تور پورې کړی و چې د بهرني سازش له مخې د هغه حکومت ړنګ کړل شوی.
عمران خان د اپریل پر لسمه د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک له کامیابیدو وروسته تور پورې کړی و چې د بهرني سازش له مخې د هغه حکومت ړنګ کړل شوی.

د پاکستان د قامي سلامتيا کمیټي وايې، د استخباراتي ادارو له تحقيقاتو ثابته شوې چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.

د اپرېل په ۲۲مه، د وزيراعظم شهباز شريف له دفتره په خپرې شوې اعلاميه کې وېل شوي چې د شهبازشریف په مشرۍ د قامي سلامتیا کمېټۍ په غونډه کې په هغه خط غور وشو چې د پخواني وزيراعظم عمران خان په خبره، د ده د حکومت پرضد د بهرني سازش ذکر پکې شوی وو.

اعلاميه زياتوي، په امريکا کې د پاکستان پخواني سفير اسد مجيد، چا چې دغه لیک له واشنګټنه پاکستان ته استولی وو، هم د غونډې ګډونوالو ته د لیک د څرنګوالي په اړه تفصيلات ورکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې جلینا پورټر پرون (د اپریل پر۲۲مه) په یوه خبري غونډه کې، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان د قامي سلامتۍ د کمېټۍ د اعلامیې هر کلې کوي.

د پاکستان تحریک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي د اکتوبر پر ۲۲مه، په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې د دې معاملې د تحقيقاتو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه، د روسیې په دوه ورځني سفر مسکو ته تللی و او پر سبا یې روسيو ځواکونو پر اوکراین یرغل وکړ. نوموړي تور پورې کړی چې امريکا کې د پاکستان سفير ورته په خط کې ليکلي ول چې یو امريکايي چارواکي ورته ویلي چې "واشنګټن روسیې ته د عمران خان سفر خپه کړی دی."

عمران خان بیا تور پورې کړی چې په سازش یې حکومت ړنګ شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

عمران خان ادعا کړې چې امريکې د هغه د لرې کولو سازش کړی او د دې سازش د عملي‌ کولو لپاره د هغه مخالفو ګوندونو د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحريک راوړی وو چې په نتيجه کې د اپریل پر لسمه د هغه حکومت ختم شو، خو سياسي ګوندونو او امريکې دغه تورنه په وار وار رد کړې دي.

د دې ترڅنګ د عمران خان مخالفو ګوندونو هم ویلي چې پخوانی وزیراعظم عمران خان د هېواد د اقتصادي مسلو او د نورو ستونزو په هوارۍ کې پاتې راغلی وو، نو ځکه یې پرضد د عدم اعتماد تحریک دایرولو پرېکړه کړې وه.

بل پلو، شنونکي هم وايي چې پر امریکا د عمران خان تورونه یوازې سیاسي بیان دی او هغه یې د خپل راتلونکي د خوندي کولو لپاره کاروي.

د پاکستان پوځ هم د تحریک انصاف هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د عمران خان حکومت د "بهرني سازش" په نتیجه کې ړنګ شوی دی. خو د پاکستان پوځ ويلي، د روان کال د مارچ پر ۳۱مه نېټه د هېواد د ملي امنيت کمېټۍ د غونډې په اعلاميه کې د هېواد د حکومت پرضد د "بهرني سازش" کېدو ټکی نه وو استعمال شوی. دا خبره د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ایي اېس پي ار) وياند مېجر جنرال بابر افتخار د اپرېل پر ۱۴مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

XS
SM
MD
LG