د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د ځنګلونو د کمېدو خبرداری ورکړی دی


په تېرو کلونو کې د برازیل د امازون باراني ځنګل په پراخه کچ وهل شوی دی - ۲۰۱۹ز کال انځور.
په تېرو کلونو کې د برازیل د امازون باراني ځنګل په پراخه کچ وهل شوی دی - ۲۰۱۹ز کال انځور.

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (اېف اې او) په نړۍ کې د ځنګلونو د کمېدو د ناوړه اغېز په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپل تازه رپورټ کې خبرداری ورکړی چې د ځنګلونو ساحه چې د ځمکې د سطحې ۳۱ فیصده پوښي، د کمېدو په حال کې ده.

په رپورټ کې راغلي دي چې د ۱۹۹۰ز کال او ۲۰۲۰ز ترمینځ د ونو وهلو له وجې ۴۲۰ مېلیونه هیکټره ځنګلونه ختم شوي دي.

د مې پر درېیمه په خپور رپورټ کې راغلي چې په تېرو کلونو کې د ځنګلونو د وهلو کچ ټیټ شوی دی خو پر دې سربېره هم د ۲۰۱۵ز او ۲۰۲۰ز کال ترمینځ شاوخوا ۱۰ مېلیونه هیکټره ځنګلونه ختم شوي دي.

اقلیمي بدلون مډغاسکر کې د قحطۍ او ګابون کې د ځنګلونو ختمېدو لامل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:16 0:00

دا راپور پر داسې مهال خپور شوی چې د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې هم د اب و هوا بدلون، د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو او بدانتظامۍ له کبله ځنګلونو ته تاوانونه رسېدلي دي. خو رپورټ د پاکستان یادونه کړې ده او ویلي یې دي چې د هغه هېواد حکومت په تېرو کلونو کې د ځنګلونو د رقبې پراخولو لپاره ونې او بوټي کښېنولي دي.

اېف اې او ویلي دي چې ځنګلونه د نړۍ د خورا زیاتو مارغانو، ممالیا (تي لرونکو) ځناورو او غبرګژوندو یا ذوالحیاتینو (اېمفېبین) ځناورو کور دی چې ختمېدل یې هغوی د معدومیت له ګواښ سره مخامخوي. غبرګژوندي یا ذوالحیاتین هغه ډول ځناور وي چې په اوبو او وچه دواړو کې ژوند تېروي خو هګۍ په اوبو کې اچوي.

په رپورټ کې راغلي دي چې ځنګلونه د اب و هوا بدلون اغېز کمولو په برخه کې خورا مهم رول لوبوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رپورټ سپارښتنه کړې چې د نړۍ د هېوادونو حکومتونه او ټولنې دې نه یوازې ځنګلونه وساتي بلکې د هغوی ساحه دې هم پراخه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG