د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د کابل پوهنتون تدريسي ورځې د استادانو او زده کوونکو په غوښتنه بېلې شوې دي


د کابل پوهنتون یو ټولګی. (انځور: ارشیف)
د کابل پوهنتون یو ټولګی. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال لطف‌الله خیرخواه وایي، په کابل پوهنتون کې د نجونو او هلکانو د تدریسې ورځو د جلا کولو پرېکړه د استادانو او محصلینو په غوښتنه شوې ده.

نوموړي مشال راډیو ته یو پیغام کې لیکلي، "د دې پرېکړې دلیل په یوه ورځ کې په درېیو درسي وختونو کې د استادانو د زیاتې بوختیا د مخنیوي لپاره دی، څو استادان وکولای شي په اوونۍ کې درې ورځې نجونو او درې ورځې هلکانو ته تدریس وکړي او د تحقیق او نورو ټولګیو لپاره د چمتوالي فرصت هم ولري."

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت هم په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دا پرېکړه یوازې کابل پوهنتون او د کابل د پولي‌تخنیک پوهنتون پورې محدوده ده.

دا له هغه وروسته ده چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان وکړ چې په کابل پوهنتون کې دې هلکان او نجونې په جلا ورځو کې درس ووایي.

په کابل پوهنتون کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې وايي چې دا طرحه به د دوی ستونزې لا زیاتې کړي.

د کابل پوهنتون یوې محصلې سوسن خالقیار په دې اړه مشال راډیو ته وویل، "هره ورځ د نویو بندیزونو شاهدان یوو، تورې جامې واغوندۍ، نارینه استادانو سره خبرې مه کوئ، نه پوهېږم دا ټول بندیزونه ولې په تحصیلي برخه کې وضع شوي."

دې زیاته کړه چې په داسې حالاتو کې موږ نه‌ شو کولای په خپلو درسونو تمرکز وکړو.

دا وايي، "ځکه چې درسي ساعتونه یې زیات دي او درې ورځې به درس وایي او بیا به درې ورځې وقفه وي. دا ډېر غیر منطقي لیدلوری دی."

له دې سره د کابل پوهنتون یوه بله زده کوونکې مریم مهري وایي، هره ورځ د سخت دریځو طرحو جوړول به د دې لامل شي چې زده کوونکي د ډېرو ستونزو له امله پوهنتونونه پرېږدي.

د کابل پوهنتون پخوانی عکس
د کابل پوهنتون پخوانی عکس

هغې زياته کړه، " ډېری محصلین په کار کولو هم بوخت دي. یوه دنده حتماً لري. د دې طرحې په پلي کېدو به دوی نه شي کړای خپلو دندو ته ورسېږي، ځکه ټوله ورځ باید پوهنتون کې و اوسي، نو که داسې مخ‌ ته ولاړ شي ښایي اکثره زده‌کوونکي پوهنتون پرېږدي."

په هغه متن کې چې د ټولګیو د استازو له لوري محصلینو ته استول شوی پکې راغلي چې شنبه، دوشنبه او د چهارشنبې ورځو کې به نجونې او د یکشنبې، سه شنبې او پنجشنبې په ورځو کې به هلکان د سهار له ۷:۴۵ تر ۳ بجو د غرمې وروسته د ډوډۍ او لمانځه لپاره د یو ساعت دمې سره درسونو ته حاضرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو لا هم له شپږم ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ته ښوونځیو د تګ اجازه نه ده ور کړې او ویلي ېې دي چې د ښوونځیو د خلاصون لپاره د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG