د لاسرسي ځای

تازه خبر

حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلا په توګه سوګند پورته کړ


د پنجاب نوي وزيراعلا شهباز شريف: انځور له ارشيفه
د پنجاب نوي وزيراعلا شهباز شريف: انځور له ارشيفه

د مسلم لیګ نون حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلا په توګه د خپل منصب سوګند پورته کړی دی.

د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویزاشرف نن (د اپریل پر ۲۹مه) د پنجاب په ګورنر هاوس کې په یوه دستوره کې له نوموړي خلف واخیست. د پنجاب پخواني وزیراعلا عثمان بزدار د مارچ په ۲۸ مه استعفا ورکړې وه.

حمزه شهباز د اپریل په ۱۶مه وزیراعلا منتخب شوی وو خو د صوبې ګورنر عمرسرفراز چیمه ترې د حلف اخیستو څخه انکار کړی وو او د هغه انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو.

حمزه شهباز د دې پر ضد درې ځله د لاهور های کورټ ته درخواست کړی وو. د اپریل په ۲۸مه عدالت د قامي اسمبلۍ سپیکر ته وویل چې له نوموړي څخه دې خلف واخلي.

بل خوا نن (د اپریل پر ۲۹مه) د پنجاب ګورنر عمرسرفراز چیمه د پخواني وزیراعلا عثمان بزدار استعفا مسترد کړې ده او د اسمبلۍ سپیکر چوهدري پرویز الهي ته په لیږل شوي یو لیک کې یې دغه "په اییني توګه ناسمه" بللې ده.

۴۷ کلن حمزه شهباز د پاکستان د اوسني وزیراعظم شهباز شریف زوی او د پخواني وزیراعظم نواز شریف وراره دی.

XS
SM
MD
LG