د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر د روس دا ادعا رد کړه چې ماریوپول ښار یې نیولی دی


ولسمشر زیلنسکي دا څرګندونې د اپریل ۲۲مه د روسي ولسمشر د هغې ادعا په غبرګون کې کړې دي چې ګواکې د اوکراین ماریوپول ښار یې نیولی دی.
ولسمشر زیلنسکي دا څرګندونې د اپریل ۲۲مه د روسي ولسمشر د هغې ادعا په غبرګون کې کړې دي چې ګواکې د اوکراین ماریوپول ښار یې نیولی دی.

د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زیلنسکي ويلي چې په محاصره شوي ښار ماریوپول کې د دوی مزاحمت دوام لري.

ولسمشر زیلنسکي دا څرګندونې د اپریل ۲۲مه د روسي ولسمشر د هغې ادعا په غبرګون کې کړې دي چې ګواکې د اوکراین ماریوپول ښار یې نیولی دی.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین دعوه کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په وینا، ((ازاد)) کړی دی.

د ازوف سټراټیژيکي سمندر په بندري ښار کې په تېرو شا او خوا دوه میاشتو کې په سخته بمباري کې په زرګونو کسان وژل شوي او په پراخه کچه یې تباهي کړې ده.


په عین وخت کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د اوکراین لپاره د ۱،۳ اربه ډالرو د مرستې د اعلان پر وخت د پوتین پرونۍ دعوه د ((شک وړ)) بللې او تر پوښتنې لاندې یې راوستې.

بایډن بېګا وویل، د پوتین پر دعوو سربېره، ((داسې هېڅ شواهد نه شته چې ګواکې ماریوپول دې بشپړ سقوط شوی وي.))

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو تازه پوځي مرسته به د ده په وینا، د هغو ((زړورو)) اوکراینیو ځواکونو او ولسي وګړو د ملاتړ لپاره وي چې په دونباس سیمه کې د روسیې یرغل پروړاندې جنګېږي.

خارکیف کې روغتیاپالان د بمبارۍ پرمهال طبي مرستې رسوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:19 0:00

بایډن همداراز د اوکراین د اقتصاد د سمولو او تثبیت لپاره د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.

اوکرایني ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د نوموړي مننه کړې خو ویلي یې دي چې هېواد یې لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي پرون د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف مشرانو ته په ویډیويي وینا کې وویل، اوکراین د وسلو او روانې جګړې لپاره د پیسو په ګډون هره میاشت شاوخوا اووه اربه ډالرو ته اړتیا لري چې اقتصادي تاوانونه پوره کړي.

اخوا په ماریوپول کې د ښار دفاع کوونکي په داسې حال کې د ازوفستال د اوسپنې په لویه کارخانه کې بند پاتې دي چې روسیو ځواکونو د ورننوتو هڅو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG