د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د روسیې د تېلو پر درامد د بنديز وړانديز کړی


د روسيې ګازپروم کمپني اروپايي هېوادونو ته تېل لېږدوي. د ۲۰۱۷ز کال د مې نهمې انځور
د روسيې ګازپروم کمپني اروپايي هېوادونو ته تېل لېږدوي. د ۲۰۱۷ز کال د مې نهمې انځور

اروپايي ټولنې د روان کال تر پایه د روسیې د تېلو پر ټولو درامداتو د بندیز وړاندیز کړی دی.

وړاندیز د مې پر څلورمه د اروپايي ټولنې د کمېشن ۲۷ غړو هېوادونو په غونډه کې وشو چې سلوواکیا او هنګري یې مخالفت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین په جنوب ختیځ بندري ښار ماریوپول کې د پولادو له کارخانې سره نېږدې بریدونه زیات کړي دي خو د اوکراین ځواکونه د اوسپنې ددې کارخانې دفاع ته دوام ورکړی دی.

د ازوف په نوم د ځواکونو یوې ډلې مشر کرنل دېنیس پوروپېنکو د پیغامونو پر اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې ویلي، هغه مهال سخته جګړه روانه وه چې روسي ځواکونه د کارخانې سیمې ته ورننوتل.

نوموړي وویل، په کارخانه کې "حالات ډېر سخت" دي او اوکرایني ځواکونه لا هم د ځان دفاع کوي. پوروپېنکو زیاته کړه چې پر هغو "سرتېرو ویاړي چې د دښمن په شا تمبولو لپاره سختې هڅې" کوي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو له عمومي مشر انتونیو ګوتیرېش څخه غوښتنه کړې ده چې په صنعتي مرکز کې د بند پاتې اوکراینیو وګړو د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړي.

د زېلېنسکي دفتر په بیان کې ویلي چې نوموړي په ځانګړي ډول پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې له ازوفستال کارخانې څخه د ټپیانو په ایستلو کې مرسته وکړي.

مسکو ژمنه کړې ده چې د مې له پینځمې څخه تر شپږمې پورې به د نورو کسانو د ایستلو لپاره روانه اوونۍ پوځي کارروايي دروي. خو هغه هېواد تر دې مخکې د بشري دهلېزونو په اړه د خپلو پخوانیو ژمنو سرغړونه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG