د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا یعقوب: افغانستان د نړۍ او سیمې له هر ډول ننګونو سره مخامخ دی


طالبان په کابل کې د ګزمې پرمهال - پخوانی انځور.
طالبان په کابل کې د ګزمې پرمهال - پخوانی انځور.

د طالبانو د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب وايي، افغانستان اوسمهال د نړۍ او د سیمې هېوادونو له لوري له هر ډول ننګونو سره مخامخ دی.

ملا محمد یعقوب دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۴مه د خپل پلار د مړینې د نهم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

نوموړي د پاکستان له‌ خوا پر کونړ وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي چې دا بمباري یې د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړې ده خو د ده په وینا، بیا یې زغم نه‌ لري.

ده ویلي، "افغانستان اوس هم له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی. په هره کچه چلېنجونه موږ او تاسې ته متوجه دي. دنیا هم را سره په مقابله کې ده او د ډېرو نږدې همسایه‌ګانو څخه هم رنځ او تکلیف وینوو چې ښکاره مثال یې څو ورځې مخکې په کونړ کې د دوی له‌ خوا زموږ پر خاوره تجاوز وو."

طالبانو تایید کړې چې د اپرېل پر ۱۶مه پاکستانيو ځواکونو پر خوست هوايي بریدونه وکړل او هم یې پر کونړ توغندي وتوغول چې پکې ۴۷ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

پاکستان د ملا یعقوب د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د بهرنیو چارو وزارت یې د اپرېل پر ۱۷مه په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي ول چې د افغانستان له خاورې دې د وسله والو د ور اوښتو مخه ونیسي.

په هغه بیان کې پر خوست او کونړ د بمبارۍ ذکر نه وو شوی خو دا یې ویلي ول چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون نور وسله وال له ډېورنډ کرښې وراوړي او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت په افغانستان کې وروستیو ناامنیو، پر جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه د افغانستان د دښمنانو کار بولي او وايي، اجازه به ور نه کړي چې په کور دننه امنیتي وضعیت وګواښل شي.

پر افغانستان حملې د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:23 0:00

هاخوا بیا د طالبانو د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د طالبانو د حکومت تګلاره د نړۍ او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ولاړه ده.

د ده په وینا، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارول شي.

دی وايي، "داسې پرېکړه نه لرو چې د افغانستان له خاورې د نورو پرضد ګټه واخیستل شي، له نورو هم همدا هیله لرو چې د افغانستان امنیت د دوی له‌ خوا و نه ګواښل شي."

د طالبانو حکومت داسې مهال د خپل بنسټ اېښودونکي نهم تلین نمانځي چې د هغه د مرګ خبر دوه کاله پټ ساتل شوی و او بالاخره په ۲۰۱۵م کال کې طالبانو ومنله چې مشر یې مړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG