د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د غلام خان لاره پرانیستل شوه


د خوست او وزيرستان ترمنځ د غلام خان لار
د خوست او وزيرستان ترمنځ د غلام خان لار

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان تړل شوې لاره تر مذاکراتو وروسته د اپرېل پر ۲۵مه بېرته پرانیستل شوې ده.

د اپريل په ۲۲مه د پاکستان پوځ د عام اړيکو څانګې په يو بیان کې ويلي وو چې د افغانستان له خوا پر دوی د وسله والو په بريد کې ۳ پوځيان وژل شوي او ۴ زخميان شوي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دې ويلي. له دغه پېښې وروسته دا لار وتړل شوه.

د غلام خان بندر تحصیلدار غني الرحمان وزیر د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، لاره د دواړو غاړو د سوداګرو او چارواکيو ترمنځ په غلام خان کې تر یوې جرګې وروسته پرانیستل شوې ده.

نوموړی وايي: " له خوسته چې د افغان لورې کوم تاجران او چارواکي راغلي وو، له هغوی سره مو تقریبا درې ـ څلور ګينټې مذاکرات وشول. خبرې کامیابې شوې. زموږ مشران له مذاکراتو مطمین دي. لاره خلاصه شوه، تاجران له دواړو غاړو راغلي ول. انشاالله زر به په ورځ دوو کې یوه بله غونډه هم کیږي تر څو ټولې بنیادي مسلې حل کړل شي."

د غلام خان لارې په پرانیستل کېدو د دواړو غاړو سوداګرو خوښي ښوولې ده او غوښتنه یې هم کړې چې د تورخم او چمن په شان دې د غلام خان لاره هم د سوداګرۍ لپاره ۲۴ ساعته پرانیستل شي.

د لارې تر تړل کېدو وروسته د شمالي وزیرستان د سوداګرو مشر حاجي عبدالله خان د اپريل پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ویل چې د لارې د بنديدو له وجې د دوی ډير مالي تاوان شوی نو ځکه بايد د پاکستان حکومت دا لاره سمدستي خلاصه کړي. "په سلګونه ګاډي ولاړ دي، هم د افغانستان لور ته او هم د پاکستان لور ته. د ټرانزیټ ګاډي، د سبزۍ ګاډي او داسې نور. موږ له حکومته خواست کوو چې دا لاره دې نه بندیږي ځکه چې د تجارانو ډېر لوی نقصان روان دی."

د غلام خان پر لار نه یوازې د شمالي وزیرستان بلکې د خيبر پښتونخوا ځيني سوداګر هم د افغانستان سره سوداګري کوي. د افغانستان خواته د خوست او پکتيا خلک هم له دې لارې خپل مالونه د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته وړي راوړي.

XS
SM
MD
LG