د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا بلاول بوټو زرداري ته د رسمي سفر بلنه ورکړه


 د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د حکومت له نسکورېدو وروسته، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویې کچې لومړۍ رابطه ده.
د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د حکومت له نسکورېدو وروسته، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویې کچې لومړۍ رابطه ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له خپل امريکايي سيال اینتني بلېنکين سره د مې پر شپږمه، په ټيلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د ښو اړيکو څرګندونه کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون (د مې پر شپږمه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د امريکا بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن، خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري ته د مې پر ۱۸مه، په نيويارک ښار کې، د غذايي خوندیتوب په نړيواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د حکومت له نسکورېدو وروسته، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویې کچې لومړۍ رابطه ده. عمران خان له واکه د لیرې کېدو راهیسې مظاهرو ته دوام ورکړی دی او تور پورې کوي چې حکومت یې د "بهرني سازش" په نتیجه کې ړنګ کړل شوی دی. نوموړی دا تور هم پورې کوي چې د دې هرڅه تر شا د امریکې لاس دی خو واشنګټن دا تور په بیا بیا رد کړی دی.


بلاول بوټو زرداي پرون(د مې پر شپږمه) پر ټويټر پاڼه ليکلي چې له اینتني بلېنکن سره یې د دوه اړخیزو ګټورو، پراخو اړیکو د پیاوړتیا، سولې، پرمختګ او امنیت ته د ودې ورکولو په اړه خبرې وشوې.


بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن هم پرون(د مې پر شپږمه) پر ټويټر پاڼه ليکلي چې سږ کال د امریکا او پاکستان د اړیکو ۷۵یمه کلیزه لمانځي او دوی ژمن دي چې د افغانستان د ثبات، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې به خپلې اړیکې او همکاري لا پیاوړې کړي.


د ۲۰۲۱م کال د سېپټمبر پر ۲۴ مه، د هغه وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې له اینتني بلېنکن سره ليدلي وو.

د شنونکو له انده، عمران خان په مشرۍ کې د پاکستان د تېر حکومت او امریکې اړیکې ډېرې غښتلې نه وې او د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د عمران خان سره د اړیکو نه نیولو موضوع هم وخت په وخت په پاکستاني سیاسي چاپيریال کې راپورته کېده.

XS
SM
MD
LG