د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان له خاورې برید یې درې عسکر وژلي


د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۳مه نېټه په بیان کې ويلي چې وسله والو د اپرېل پر ۲۲مه له پولې بلې غاړې څخه د شمالي وزيرستان غلام خان ديوګر سيمه کې پر امنيتی ځواکونو ډزې وکړې. (انځور: ارشیف)
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۳مه نېټه په بیان کې ويلي چې وسله والو د اپرېل پر ۲۲مه له پولې بلې غاړې څخه د شمالي وزيرستان غلام خان ديوګر سيمه کې پر امنيتی ځواکونو ډزې وکړې. (انځور: ارشیف)

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزيرستان کې د افغانستان له خاورې د وسله والو په حمله کې درې عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۳مه نېټه په بیان کې ويلي چې وسله والو د اپرېل پر ۲۲مه له پولې بلې غاړې څخه د شمالي وزيرستان غلام خان ديوګر سيمه کې پر امنيتی ځواکونو ډزې وکړې.

په بیان کې ویل شوي چې په دې ډزو کې د جهلم ۳۰ کلن اوسېدونکی حوالدار تيمور، د سيالکوټ ۲۴ کلن سپاهي ثاقب نواز او د اټک ۳۸کلن نايک شعيب وژل شوي دي.

په بیان کې ادعا شوې چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وسله والو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

په بیان کې ويل شوي چې پاکستان د وسله والو له خوا د افغانستان خاوره د دې هېواد پرضد د کارولو عمل سخت غندي او تمه کوي چې د طالبانو حکومت به په راتلونکې کې د دغسې فعاليتونو اجازه ور نه کړي.

په دې وروستیو کې په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ پېښې او د پاکستان پر پوځ حملې زیاتې شوې دي.

د اپرېل پر ۱۴مه نېټه هم په دې سيمه کې په دوو بېلابېلو بريدونو کې اته عسکر وژل شوي ول. پوځ تور پورې کوي چې وسله وال له افغانستان بريدونه کوي.

د اپرېل پر ۱۶مه نېټه د پاکستان پوځ د افغانستان په خوست کې د شمالي وزیرستان د کډوالو پر کورونو بمباري کړې وه چې پکې د طالب چارواکيو په وينا، لږ تر لږه ۴۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۳ ټپيان شوي ول.

د پاکستان له خوا د بمباریو پرضد په خوست او خيبرپښتونخوا کې مظاهرې شوې وې. طالبانو د حملې په تړاو د کابل لپاره د پاکستان سفير ورغوښتی وو او ورڅخه يې احتجاج کړی وو.

پر افغانستان حملې د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:23 0:00

له دې وروسته د اپرېل پر ۱۷مه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو بيان خپور کړ چې پکې ویل شوي ول چې وسله وال له افغانستان پر پاکستان بريدونه کوي.

په بیان کې ويل شوي ول چې د افغانستان د خودمختارۍ او خپلواکۍ احترام کوي.

خو په خوست کې پر مېشتو وزیرستانیو کډوالو د پاکستان د بمبارۍ پرضد په بنو کې د مداخېل قبیلې پرلت له تېرې يوه اوونۍ راهیسې روان دی.

دوی غوښتنه کوي چې په برید کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره دې انصاف وشي او افغانستان ته کډه شوي ټول کډوال دې زر تر زره وزیرستان ته ستانه کړل شي.

XS
SM
MD
LG