د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سیلاب ځپلو خلکو له پاکستان مرسته ولېږله


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په هدایاتو، د افغانستان د سیلاب ځپلو لپاره د مرستو لومړۍ برخه، هغه هیواد ته رسېدلې ده.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان نن (د مې پر اوومه) مشال راډیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې د وزير اعظم شهباز شريف په هداياتو، امدادي سامانونه نن د پاکستان د هوايي ځواکونو په يوه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته رسول شوي دي.

په دې امدادي سامان کې ۱۰۰ خیمې، دوه ټنه اوړه، یو ټن وریژې، ۴۵۰ کیلوګرامه چیني او ترڅنګ یې درمل هم شامل دي. دا سامان به د افغانستان په شمالي ښار مزارشريف کې د پاکستان قونصل جنرل افغان چارواکو ته وسپاري. د مرستو دویمه برخه به د ګل پر ورځ واستول شي.

د پاکستان د سرکاري راډیو د ننني (د مې د اوومې نېټې) خبر له مخې، وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان به د افغانستان له سیلاب ځپلو سره تر ممکنه بریده پورې مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلابونو یو شمېر کسانو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت د مې پر پنځمه نېټه ویلي وو چې په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سېلاوونو کې د وژلیو شمېر ۲۹ ته رسېدلی او ۴۰ کسان ژوبل دي.
د وزارت یوه چارواکي ویلي، د مې له لومړۍ نېټې راهیسې په سېلاوونو کې د افغانستان د ۱۲ ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې د چارو وزارت مالي او اداري مشر غلام غوث ناصري د مې پر پینځمه مشال راډيو ته وویل، په هغو ولایتونو کې ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران شوي او ۲،۰۰۰ نور زیانمن شوي دي.

د ده په خبره، سېلاوونو ۳،۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه لاهو کړې او پکې ټول ۳۰۰ څاروي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG