فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر پښتونخوا په حیات اباد کې د نجونو سیالۍ پای ته ورسېدلې. دې لوبغاړو خوښې ښودلې چې کولی شي په داسې لوبو کې ګډون وکړي. په دې سیاليوو کې ۸۰۰۰ نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه. ځينو نجونو مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې غواړي سپورټس جاري وساتي تر څو ځپلې سیمې ته نوم او عزت راوړي.
د قبایلي زده کوونکیو د ټولنې مشر حارث شینواری وايي، حکومت د زده کوونکیو په بیا بیا احتجاج باندې دا کوټه بحاله کړه او اوس پکار دي چې عملي کار هم پرې وشي
د خیبر پښتونخوا د اسمبلې غړي او د خیبر د پرمختیایی کارونو کمیټۍ مشر محمد شفیق اپریدي مشال راډيو ته وویل چې دوی دا هر څه په پام کې نیولي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف سیاستوال او په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي او سرحدي چارو کمېټۍ پخوانی مشر اقبال اپرېدی د جرګې غوښتنې بې ځایه بولي. هغه د ډېسېمبر پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پخواني نظام کې ټول واک له پولېټيکل اېجنټ سره وو.
کوکیخېل وايي، انتظامي چارواکو ورته د کډوالو د نوملیکنې فارمونه (فورمې) ورکړې دي چې هغوی پکې د خپلو کورنیو ټول معلومات شامل کړي او د پسرلي په پیل کې یې ستنې کړي. د خیبر انتظامیه وايي، د نوملیکنې بهیر د ډېسېمبر له ۱۲مې نېټې پیل شوی دی.
د خیبر په باړه کې د سوداګرو ټولنې مشر علي محمد اپرېدی وايي، د کارخانو لوګي اوبو خلک له لویو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. "هلته په بازار او خواوشا کلیو کې د دې سټيل (فولادو) مېلونو او کارخانو د لوګي له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په جوماتونو کې هم ګردونه وي، سکولونه هم ترې متاثرېږي."
د پاکستان د ګمرکاتو اداره وايي، په تورخم کې یو جدید ټرمینل جوړېږي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري نوره هم زیاته شي.
د خیبر ضلعې د زراعت محکمه وايي، هلته یې خلکو ته د خرېړي یا مشروم د پیداوار تربیت ورکړی او ځینې کروندګرو په ډير مقدار کې ترې حاصلات اخیستي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي دوی په صوبه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او هیڅ کله وسله وال د حکومت عملداري ننګولو ته پرېنږدي.
د چارواکو په وینا، دا چې د پوځ د سرتېرو موټر زري (بم پروف) وو نو ځکه په دغه ځانمرګي برید کې د پوځ غاړې ته ځاني تلفات وانوښتل خو په ژوبلو عسکرو کې د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.
د تورخم انتظامي چارواکو مشال راډيو ته د دې ويډيو د کره والي تصدیق کړی دی او وايي چې دا پېښه د اکتوبر پر ۲۸مه شوې ده. د ويډيو تر خپرېدو ورسته، انترنېټ کاروونکو په تورخم کې پر پاکستان چارواکو سختې نيوکې کړې او تورن افسر ته يې د سزا ورکولو کمپاين وچلاوه.
په خیبر ضلع کې انتظامي چارواکو او امنیتي ځواکونو ویلي چې په تیرا کې یې د وسلوالو پرضد عملیات پيل کړې دي. دوی ویلي ول چې د ناامنۍ ختمولو ته چمتو دي او هېڅکله وسلوالو ته د امنیت خرابولو موقع په لاس نه ورکوي.
په جرګه کې سیاسي او قامي مشرانو ویناوې وکړې او ویې ویل، د جرګې موخه دا ده چې حکومت دا احساس ورکړل شي چې په تیرا او باړه کې دې امنیت ټینګ او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
خو سوداګر وايي چې که څه هم په وروستیو میاشتو کې تجارت زیات شوی دی خو تر دې مخکې د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچ خورا لوړ وو.
مشرانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په هغه ضلع کې ناامني زیاته شوې او پولیسو ویلي دي چې د مشکوکو وسلوالو ضد یې کارروایانو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر ضلعې د ځنګلاتو محکمې مرستیال مشر اورنګزېب خان د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د ونو وهلو سامانونه یې هم نيولي دي.
د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې له افغانستان سره پر پوله د سختې تګلارې عملي کولو هدف د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیول دي.
د خیبر سیاسي اتحاد مشر شاه حسېن شینواري وايي چې وفاقي حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډېدو پر وخت د قامي مالياتي کميسيون (این ایف سي اېوارډ) له پيسو څخه درې سلنه برخې ورکولو ژمنه کړې وه. نوموړی زياتوي، حکومت دې لومړی هغه ژمنه پوره کړي.
نور وښیئ