د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر او شمالي وزيرستان کې بريدونو نهو سرتېرو ته مرګژوبله اړولې


د شمالي وزيرستان د چارواکو په وینا، د پوځ د سرتېرو موټر زري (بم پروف) وو نو ځکه په دغه ځانمرګي برید کې پوځيان نه دې وژل شوي ــ انځور له ارشیفه
د شمالي وزيرستان د چارواکو په وینا، د پوځ د سرتېرو موټر زري (بم پروف) وو نو ځکه په دغه ځانمرګي برید کې پوځيان نه دې وژل شوي ــ انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا په خيبر کې په يو وسلوال بريد کې يو پوليس وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي. بلخوا په شمالي وزيرستان کې په يو ځانمرګي بريد کې شپږ پوځيان ژوبل شوي دي.

د خیبر ضلعې پولیسو یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې نن سهار (د نومبر پر ۱۱مه) په شا کس سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو پر شربت خان نومي پوليس سرتېري باندې ډزې وکړې او هغه يې پر همهغه ځای وواژه او وتښتېدل.

دغه چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، زياته کړه چې شربت خان په لیویز مرکز کې ډیوټي کوله او له یوې ورځې رخصتۍ وروسته خپلې ډيوټۍ ته روان وو، چې په نښه کړل شو.

د خیبر پولیس زیاتوي، بلخوا نن ماسپښین د جمرود په وزیر ډنډ کې هم یوه وسلوال پر پولیسو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د سکندر او شازېب په نومونو دوه پوليسان ژوبل شول. د دوی په وينا په ځوابي کاروایي کې وسلوال هم ژوبل شوی او نيول شوی دی.

د دې بريد مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

بلخوا په شمالي وزيرستان کې د پوځ او پولیسو چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې پرون (د نومبر پر ۱۰مه) ماښام مهال د میرلي په نورک سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر له پوځي ګاډي سره ځان والوزاوه چې یوازې دی پکې ووژل شو او د پوځ شپږ سرتېري یې ژوبل کړل.

د چارواکو په وینا، د پوځ د سرتېرو موټر زري (بم پروف) وو نو ځکه په دغه ځانمرګي برید کې پوځيان نه دې وژل شوي خو په ژوبلو عسکرو کې د دوو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.


تر اوسه چا د دغې حملې ذمه واري نه ده منلې. تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۳مه هم د میرلي له سپین وام چوک سره نږدې د پوځ د انجینیرنګ شعبې (ایف ډبلیو او) پر ګاډي ځان مرګې حمله شوې وه چې پکې د هغې ادارې څلور سرتیري ژوبل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې دا په روان کال کې اووم ځانمرګی برید دی خو تر اوسه یې کومې وسلوالې ډلې ذمه واري نه ده منلې.

پر دې سربېره په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې ۴۴ د هدفي بریدونو پېښې هم تر سره شوې دي چې پکې د سیمې تر ۶۰ پورې مشران، سیاستوالان او د ځایي ځوانانو پشمول امنیتي عسکر په نښه شوي دي.


بلخوا د سیمې اوسېدونکیو د ناامنۍ د پېښو خلاف احتجاجونه هم ترسره کړې دي. د خلکو غوښتنه ده چې د سیمې امنیت دې پرځای او د هدفي بریدونو مخنیوی دې وشي.

د شمالي وزیرستان د میرعلي په عیدکو کې د ۲۰۲۲م کال د جولای له ۱۷مې د هدفي وژنو پرضد اتمانزیو احتجاجي پرلت پیل کړې وو چې وروسته په نومبر میاشت کې د حکومت او پرلت والو ترمنځ مذاکرات وشول.

په مذاکراتو کې د اتمانزو مشر ملک ربنواز وزیر د نومبر پر شپږمه خبريالانو ته وويل چې حکومت يې ټولې غوښتنې منلې دي.

د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان هم د نومبر پر شپږمه تر خبرو اترو وروسته له رسنیو سره وغږېدی او ویې ویل چې د دوی ترمینځ ټولې ستونزې حل شوې دي.

د شمالي‌ او جنوبي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د بدامنۍ پېښې او وژنې زیاتې شوې دي. د دې حالاتو پرضد په صوبه کې د امن لپاره ځانګړې او پراخې غونډې پیل شوې دي. تر اوسه په سوات، باجوړ، بونېر، خیبر او نورو سیمو کې لویې ولسي غونډې تر سره شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې دوی په سیمه کې د امن ټینګ ساتلو ته ژمن دی او وسله والو ته به د بیا منظمېدو اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG