د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر ولس وايي، د ناامنيو زياتو شويو پېښو اندېښمن کړي دي


د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې خیبر کې په وار وار د بدامنۍ پرضد احتجاجونه شوي‌ دي. (انځور د ۲۰۲۲م کال د سېپټمبر د څلورمې دی.)
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې خیبر کې په وار وار د بدامنۍ پرضد احتجاجونه شوي‌ دي. (انځور د ۲۰۲۲م کال د سېپټمبر د څلورمې دی.)

د قبایلي ضلعې خیبر سیاسي اتحاد، ټولنیز فعالان او مشران وايي چې د ضلعې د نورو برخو په شان په تېره څه موده کې په جمرود کې هم بې امني زیاته شوې ده.

په جمرود کې د سیاسي اتحاد مشر سید کبیر اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې حکومت، ضلعي انتظامیه او ریاستې ادارې دې په سیمه کې امن پر ځای او د ولس د ژوند خوندیتوب باوري کړي.

نوموړي د نومبر پر ۱۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل: " په دې سیمه کې یو ځل بیا حکومتي عملداري پر ختمېدو ده او دا د ولس لپاره ډېره د زیان خبره ده."

کبیر اپرېدي وړاندې وویل، په کار ده چې پولیس ګشتونه زیات کړي، هغه ځکه چې د ده په وینا، د ولس د ژوند، عزت او مال حفاظت د ریاست زمه واري ده.

د ځوان کوکي خیل تنظیم مشر ابرار اپریدي د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې په دې ورستیو کې په جمرود کې د هدفي وژنو او قلنګ اخیستنې پېښې زیاتې شوې دي.

ده وویل: "په تیرو دوه میاشتو کې په جمرود کې هم د بدامنۍ د پيښو لړۍ تونده شوې ده، هدفي بریدونو او د نامعلومو کسانو له خوا خلکو ته د بتو لپاره ټیليفونونو ولس اندیښمن کړی دی."

ابرار اپرېدي زیاته کړه چې د خیبر انتظامي او حکومتي چارواکي باید د دې حالت د قابو کولو او د امن د پر ځای کولو لپاره سنجیده ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۱مه هم د خیبر په جمرود کې په دوو جلا جلا پېښو کې یو پولیس سرتیري وژل شوي او دوه نور بیا ژوبل شوي ول.

لومړۍ پېښه د ۱۱م نومبر په سهار په شاه کڅ سیمه کې هغه مهال شوې چې وسله والو پر یو پولیسو د هدفي برید په‌ څېر ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

تر هغه وروسته ماسپښین د جمرود په وزیر ډنډ سیمه کې هم یوه وسله وال پر پولیسو ډزې وکړې او دوه پولیس سرتیري یې ټپیان کړل. خو د پولیسو په وینا، دوی وروسته په عملیاتو کې هغه وسله وال په ټپي حالت کې نیولی دی.

د خیبر ضلعې د پولیسو مشر محمد عمران بیا د پېښور په یو روغتون کې د هغو دوو ټپي شویو پولیسو د پوښتنې پر وخت رسنیو ته وویل چې د سیمې پولیس د وسله والو خلاف ګامونه پورته کوي او دوی به هیڅ کله په سیمه کې وسله وال فعالیتونو نه پرېنږدي.

محمد عمران زیاته کړه: "د خیبر د پولیسو ځوانانو پر هره موقع د وسله والو بریدګرو مقابله کړې او په خیبر کې به یو ځل بیا وسله والو ته د خپل ځای جوړولو موقع ور نکړي."

د خیبر پولیسو ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د کارروايۍ پر مهال یو شمېر وسله وال وژلي او ځیني یې په ژوبل حال کې هم نیولي دي. د دوی په وینا، دا هغه وسله وال وو چې دوی ته په مختلفو قضیو کې مطلوب وو.

په خیبر کې په تیرو درو میاشتو کې د وسلوالو له خوا په بریدونو کې توندي راغلې او هلته د یو قبایلي مشر او یو دیني عالم په ګډون د پولیسو او ملیشې ځواک اهلکار په نښه شوي دي.

د خېبر تر څنګ د صوبې په نورو سیمو لکه سوات، دیر، باجوړ او وزیرستان کې هم د ځایي ولس په وینا، د بدامنۍ پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.

په دې سیمو کې ځايي ولسونو د سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون د بې امنۍ خلاف او د امن غوښتنې لپاره احتجاجونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي دوی په صوبه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او هیڅ کله وسله وال د حکومت عملداري ننګولو ته پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG