د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او طالب چارواکو پر تورخم د تجارت زیاتولو لپاره خبرې کړې دي


تورخم ته روان ټرکونه - انځور له ارشيفه
تورخم ته روان ټرکونه - انځور له ارشيفه

پاکستاني چارواکي‌وايي پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.

د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د دیسمبر په ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټریفیکي ستونزې به هواروي.

توخم او چمن د پاکستان او افغانستان ترمنځ هغه لارې دی چې تر ټولو زیاته سوداګري پرې کيږي. خو ځيني وختونو د دواړو خواوو تر منځ د نښتو او وېزواړونده ستونزو له امله پرې تجارتي راکړه ورکړه کميږي.

خو یاور حیات وایي په راتلونکې کې د داسې مشکلاتو مخنيوي لپاره یې طالب چارواکو سره خبرې کړې دي. هغه زیاتوي: "موږ د ورځې ۴۰۰ ګاډي کليير کوو. طالب چارواکو سره مو یو شمیر غونډې وکړي او له دوی مو وغوښتل چې زمونږ د ګاډي دې لږ زر اخلي او د پولې هغې غاړې ته دې په ګمرک کې د کلیرینس عمل تیز کړي. دوی موږ سره ژمنې وکړې چې همداسې به کوي."

طالبانو تر اوسه د دې غونډو په اړه څه نه دې ويلي. حيات زیاته کړه چې په تورخم کې د پاکستان غاړې ته يو نوی ټرمېنل جوړيږي او د تعميراتي کار له امله ورسره ځای کم دی نو ځکه یې تجارتي ګاډي د خیبر درې پر لاره ودرولي دي.

د پاکستان کسټم ادارې له خوا جاري کړل شوو شمیرو تر مخه د تیر کال په پرتله په تورخم دروازه افغانستان سره د پاکستان ایکسپورټ یا صادرات زیات شوي په کال ۲۰۲۱ کې په جولای، اګست او سپټمبر کې اخیستل شوو شمیرو ترمخه د خوا وشا ۹۰ میلیونه ډالرو سامانونه صادر شوي وو. د ۲۰۲۲ کال په جولای، اګست او سپټمبر کې دا شمېره ۱۶۱ ميليونه ډالر ښودل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کوونکی، واحد خان شينواری وايي که ځيني اصلاحات وشي، دا سوداګري نوره هم زیاتېدلی شي. هغه د دیسمبر په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د ټرکونو د وزن کولو تلې باید زیاتې شي: "اوس يو ګاډی په اوو يا اته ورځو کې افغانستان ته اوړي. اوسمهال يوه تله شته دی.‌ که دا درې شي نو ګاډي به ژر ژر ځي."

XS
SM
MD
LG