د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل خان: له افغانستان سره سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی


تورخم ته پر غځېدلی لاره روان تجارتي کنټېنرونه. (انځور له ارشیفه)
تورخم ته پر غځېدلی لاره روان تجارتي کنټېنرونه. (انځور له ارشیفه)

د خیبر پښتونخوا د کسټم اداره وايي، له افغانستان سره د تېر کال د اوړي پرتله د سږ کال په اوړي کې تجارت زیات شوی دی.

دا خبره په پېښور کې د ګمرک یا کسټم ادارې یوه چارواکي سهېل ویلي چې د تېر کال د اوړي د درو میاشتو پرتله سږ کال په جولای، اګست او سېپټېمبر کې د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري زیاته شوې ده.

سهېل خان د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، تېر کال پاکستان په جولای، اګست او سېپټېمبر میاشتو کې د تورخم له لارې افغانستان ته د ۹۱ مېلیونه ډالرو شیان برامد یا صادر کړي ول خو سږ کال په همدې موده کې د پاکستان صادرات ۱۶۱ مېلیونه ډالره ته ورسېدل.

نوموړي زیاته کړه چې له افغانستانه یې پر درامداتو (یا وارداتو) زیات محصول هم ټول کړی دی.

خو سوداګر وايي چې که څه هم په وروستیو میاشتو کې تجارت زیات شوی دی خو تر دې مخکې د تورخم له لارې د سوداګرۍ کچ خورا لوړ وو.

په تورخم کې یو سوداګر مجیب شینواري په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې تېر کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد بانکي نظام غیر فعاله دی چې له وجې یې کاروباریان د ډالرو ورکړه راکړه په اسانۍ نه شي کولای.

د دوی په وینا، همدا وجه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ یا تجارت کې کمی راغلی دی. خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې هم د کابل او اسلام اباد خرابو اړیکو دا تجارت ډېر متاثره کړی وو.

د هغه وخت د دواړو حکومتونو ترمنځ پر بېلا بېلو موضوعاتو د اختلاف او تاوتریخوالو په بیا بیا د تورخم او چمن لارې بندې کړې وې چې له کبله د سوداګرو په وینا دوی ډېر ځپل شوي وو.

کاروباریان داراز وايي چې پر تورخم د سامان وړونکو ګاډو تګ راتګ په برخه کې محدودیتونو هم سوداګري اغېزمنه کړې ده.

خو د کسټم اداره وايي چې هلته یې د ګاډو د اسنادو کتنې لپاره جدید نظام عملي کړی دی چې له کبله یې سوداګري په زیاتېدو ده.

XS
SM
MD
LG