د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې کروندګرو د غیرقانوني فصلونو پر ځای د خرېړیو کرلو ته مخه کړې


د خیبر قبایلي ضلعې په تیرا کې له کرل شوي فصل څخه ترلاسه شوي خرېړي یا مشروم.
د خیبر قبایلي ضلعې په تیرا کې له کرل شوي فصل څخه ترلاسه شوي خرېړي یا مشروم.

د خیبر ضلعې د زراعت محکمه وايي، د نړیوالو ادارو په مرسته یې په تیرا کې د غیر قانوني فصلونو پر ځایي د قانوني فصلونو کروندې لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

یاده اداره وايي چې هلته یې خلکو ته د خرېړي یا مشروم د پیداوار تربیت ورکړی او ځینې کروندګرو په ډير مقدار کې ترې حاصلات اخیستي دي.

د تیرا مشروم کلب سینیر نایب صدر کرامت الله د نومبر پر ۱۳ مه مشال راډيو ته وویل چې د زراعت محکمې د دې فصل کرلو لپاره ورسره مرسته کړې ده او دا ډا ډير ګټور کار دی.

ده وویل،‌" د مشروم د پيداوار کار مو دوه کاله وړاندې پیل کړی وو او زموږ د کلب د غړو شمیره اوس څه باندې دریو سوو ته ورسیده."

ده زیاته کړه چې د زراعت محکمې د دوی شاوخوا ۴۰ کسانو ته د مشروم د پیداوار تربیت تر څنګ د مشروم تخم او نور اوزار هم ورکړي دي.

کروندګر د خرېړیو له فصل څخه ډېر خوښ دي
کروندګر د خرېړیو له فصل څخه ډېر خوښ دي

د تیرا میدان یو بل کروندګر احسان الله اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د مشروم کرلو تجربه یې په لومړي وار په ۲۰۲۱ کې کړې وه.

ده زیاته کړه، "یوازې اته رزه روپۍ خرچه مو پرې کړې وه او د څه باندې ۳۵ زره روپیو مو خرڅ کړل، اوس لګیا یو خپل فارمونه زیاتوو او سامانونه راکړل شو اوس به مو پیداوار نور هم زیات شي."

د خېبر اېجنسۍ د کروندګرو ټولنې پخوا هم له حکومته غوښتنې کړې وې چې د دوی د کوکنارو د فصلونو له ختمولو وړاندې دې دوی ته د متبادلو فصلونو د کرکېلې لپاره کومک وکړي.

د خیبر ضلعې د زراعت محکمې افسر ضیاالاسلام د نومبر پر ۱۳ مشال راډیو ته وویل چې دوی هلته په تیرا کې د مشروم پیداوار لپاره هر ډول مرسته ورکوي او هڅه کوي چې لویو مارکیټونو ته رسایي پیدا کړي.

ده زیاته کړه، "موږ په متاثره شویو سیمو کې له څلورو تر پنځو سوو ایکړو مځکې هوارې کړې دي او خلکو ته مو د کرلو لپاره غنم هم ورکړي دي."

ضیاالاسلام وویل، دوی هیله من دي چې که هلته خلک قانوني فصلونه وکري او ګټه ترلاسه کړي نو بیا به بنګ نه کري او د چرسو پیداوار به ورسره راکم شي.

خرېړي د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو کې کارېږي
خرېړي د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو کې کارېږي

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خيبر پښتونخوا د کرنې ادارې په مرسته په باجوړ، مومندو، خيبر او تور غر ضلعو کې د نشه يي موادو د کښت مخنيوي لپاره د متبادلو فصلونو يوه پروژه بشپړه کړې وه.

د تیرا د مشروم کروندګر وایي اوس له خپلو فارمونو دومره فصل اخلي چې یوازې د ځایي مارکیټ ضرورت پوره کړي‌ او یو کلو یې په ۴۰۰ روپۍ دی.

دوی زیاتوي‌ چې خرېړي یا مشروم په ریسټورانټونو کې په یو شمیر خوړو کې استعمالیږي، اچار هم ترې جوړیږي، سوپ کې یې هم خلک خوښوي او د دوایي په توګه یې هم خلک کاروي.

خرېړي یا مشروم نه یوازې په پاکستان کې خوړونکي‌ لري بلکې د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو کې د خلکو د خوښې خواړه ورڅخه تیارېږي.

XS
SM
MD
LG