د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا میدان کې واورو ورېدو خلک اندېښمن کړي


په تیرا میدان کې د واورو ورېدو لړۍ پیل شوې ده.
په تیرا میدان کې د واورو ورېدو لړۍ پیل شوې ده.

د خیبر ضلعې په غرییزه سیمه تیرا میدان کې د واورو ورېدو لړۍ پیل شوې چې د ځايي خلکو په وینا د هغوی لارې یې بندې کړي او ژوند یې ورله اغېزمن کړی دی.

د کرامت الله اپریدي په نوم د تیرا میدان یو اوسیدونکي مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې یې چې د واورې لړۍ پیل شي نو تر ډېره روانه وي او کله کله خو تر دوو فوټو پورې واوره و ورېږي چې له وجې یې سړکونه او خامه لارې بندې شي چې له وجې یې هغوی خپل ناروغان د ښار روغتونونو ته نه شي رسولی او نه هم له ښاره د کور سودا راوړلی شي.

خلک وايي ورښت یې لارې ور تړلې دي.
خلک وايي ورښت یې لارې ور تړلې دي.

د همدې سیمې یو بل اوسیدونکی قاري نورنګ اپریدی بیا وايي:

"د واورې ورېدو له وجې د حیدر کنډو، برکيتال ډنډ او بوټان شریف لارې تړل شوې دي. حکومت له پکار دي چې د خلکو غم وخوري ځکه تېر کال هم چې دلته واورې ورېدلې وې نو خلکو ته یې زیات زیانونه رسولي وو چې معاوضه یې لا تر اوسه خلکو ته نه ده ورکړل شوې."

د خیبر ضلعې د مرستیال کمېشنر ویاند انس خان د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو له وویل، په تیرا میدان کې د واورو د ورېدو له وجې خلکو ته د ورپېښو ستونزو نه هغوی خبر دي.

نوموړی وايي: "موږ کنټرول خونه پرانیستې ده. هغه خلک چې څه مشکل لري په دې شمېره ( ۹۲۱۱۹۰۱) راسره اړیکه نیولی شي. د قدرتي افتونو سره د مبارزې صوبايي اداره پي ډي اېم اې، ژوغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ او د سړکونو د انتظام اداره مو په کار ګمارلې چې له خلکو سره مرسته وکړي او لارې له واورو پاکې کړي."

تیرا دره له پېښوره په نږدې ۱۰۰ کیلومیټره واټن کې پرته ده. دا یوه غرییزه او ځنګل لرونکې سیمه ده. د یادې درې پولې اورکزو، کورمې او ننګرهار سره لګېږي او دغلته هر کال زیاته اندازه واورې ورېږي. تیرا میدان ته په ۲۰۲۲ کال کې د سب ډویژن درجه ورکړل شوې وه. د یادې سیمې رقبه ۷۳۶ کیلومیټره او د چارواکو په وینا د ۲۰۱۷ د نفوس شمېرنې ترمخه ابادي یې ۲۸۶ زره ده.

XS
SM
MD
LG