د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې د سوداګریزو چارو لپاره نوی ټرمینل جوړېږي


تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ تر ټولو لویه او مصروفه سرحدي دروازه بلل کېږي - پخوانی انځور.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ تر ټولو لویه او مصروفه سرحدي دروازه بلل کېږي - پخوانی انځور.

پاکستاني چارواکي وايي، له افغانستان سره پر تورخم پوله د تېر کال پرتله سږ کال تجارتي امدن زیات شوی دی او د سوداګریزو هلو ځلو د لا پراخوالي لپاره پر پوله نوی ټرمینل جوړوي.

په تورخم کې د ګمرکاتو یا کسټم مرستیال کلیکټر یاور حیات د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم پوله د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارت وده کړې ده.

ده وویل، "د پاکستان او افغانستان ترمینځ له تجارته د ۲۰۲۱ز کال پرتله په ۲۰۲۲ز کې د پاکستان خزانې ته زیات محصولات جمع شوي دي، تېر کال دوه اربه روپۍ او سږ کال ۳.۹ اربه روپۍ محصولات جمع شوي دي."

تورخم د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع خیبر کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تر ټولو لویه او مصروفه سرحدي دروازه بلل کېږي.

د پاکستان د ګمرکاتو مرستیال کلیکټر یاور حیات له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل پر دې پوله د دوه اړخیز تجارت لا زیاتولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي. "موږ په تورخم کې د دوه طرفه کاروبار زیاتولو لپاره هره میاشت له افغان چارواکو سره غونډې کوو، له دواړو خواوو پکې د ټولو سرحدي ادارو افسران شامل وي او د سوداګرو د ستونزو د هواري لپاره پکې مهمې پرېکړې کوو."

نوموړي په ډاګه کړه چې په تورخم کې یو جدید ټرمینل جوړېږي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري نوره هم زیاته شي. "د دې نوي ټرمینل له جوړېدو سره به د کسټم (ګمرک) چارې هم توندې شي او له پاکستانه به مالونه په چټکۍ افغانستان ته رسي."

د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې په تورخم کې د "پولې سمبالښت پالیسي" عملي کړې وه چې ورسره د هر تن لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي شو.

د پاکستان له اړخه پورته شوي دې ګام نه یوازې پر دې لاره هره ورځ تګ راتګ کوونکي، سوداګر، ټرک چلوونکي، مزدوران او عام خلک متاثره کړي بلکې دواړو غاړو ته مېشتو سیاسي او قامي مشرانو یې هم وخت پر وخت پرضد غږ پورته کړی دی.

د پاکستان او افغانستان سوداګر وایي په تورخم کې د پولې سمبالولو پالیسۍ او سفري محدودیتونو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخېږي.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د ټرمینلو له جوړولو سره د دوی تګ راتګ اسانه کړي او د دې لپاره دې نورې وړې لارې هم پرانیزي.

په تورخم کې د ګمرکي چارو کارکوونکی او سوداګر فیاض خان مشال راډیو ته وویل چې هره ورځ دوه یا درې ځله پر پوله اوښتو رااوښتو ته اړتیا لري.

دی وايي، دی باید دواړو خواوو ته د ګمرک دفترونو ته ولاړ شي خو د ویزې او پاسپورټ شرط له وجې دا کار نه شي کولای. "په کار ده چې د دواړو خواوو سوداګرو ته په راهداریو باندې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او مسافرو ته هم اساني پیدا شي."

خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پر پوله یې سختۍ او محدویتونه د دې لپاره لګولي چې د دوی په وینا، د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG