د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر مشران وايي د پولیسو چاپو اندېښمن کړي دي


په خیبر کې یوشمېر پولیسان او د ملېشې ځواک سرتېري د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په خیبر کې یوشمېر پولیسان او د ملېشې ځواک سرتېري د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې د باړې مشران وايي، په سیمه کې د پولیسو په چاپو کې خلک ځورول کېږي چې باید یې مخه ونیول شي.

دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په هغه ضلع کې ناامني زیاته شوې او پولیسو ویلي دي چې د مشکوکو وسلوالو ضد یې کاروايي ته دوام ورکړی دی.

د باړې د شلوبر قومي شورا مشر عبدالقیوم اپرېدي د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې "یوشمېر کورنۍ" په چاپو کې "بې ځایه ځورول شوې دي" او دا چې پولیس د چاپو پر مهال د سیمې د "روایاتو خیال نه ساتي."

دی وايي، پولیس په لږترلږه "پینځ پېښو کې" بې له اجازتنامې (وارنټ) او "ښځینه پولیسو کورونو ته ورننوتي او د بې ګناه خلکو کوټې یې تالاشي کړي دي او څه په لاس نه دي ورغلي."

اپرېدی زیاتوي، دې پېښو ولس "اندېښمن" کړی دی او پولیس او نورو امنیتي ادارو ته په کار ده چې د یوې کلیوالې شورا (وېلېج کونسل) مشر، یو قومي مشر او تاڼه خبره کړي او بیا "پر یو کور چاپه ووهی. نه دا چې پټ مخونه راځي او خلک بې ځایه ځوروي."

د سیمې یو بل مشر ملک جاوېد اپرېدی وايي، د باړې خلک په "جرمونو کې د ککړو کسانو او نشه يي توکو د خرڅوونکو ملاتړ نه" کوي خو د هغوی پرضد د چاپو پر مهال "د بې ګناه خلکو تکلیف" نه شي زغملای.

دی وايي، د سیمې له دود او فرهنګه پولیس خبر دي، خو "بې پوښتنې په کورونو ننوتل" د هغوی او امنیتي ادارو پرضد "نفرت پیدا" کوي چې د حالاتو د لا زیاتو سبب کېدای شي.

د پولیسو دریځ

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې له اییني بدلون سره سمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې چې ورسره هلته د پولیسو او عدالتي نظام او داراز د یوشمېر صوبايي او وفاقي ادارو واک وروغځېد.

په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راديو ته وویل، په هغې او نورو قبایلي ضلعو کې د ښځینه پولیسو د ګومارلو لپاره خبرتیا خپره شوې ده او "ژر به یې" د ګومارنې بهیر هم ترسره شي.

ده البته دا تور ناسم وباله چې ګواکې بې له ښځینه پولیسو کورونو ته ننوځي. "چې کله هم موږ ته په یوه کاروایۍ کې ضرورت وي، نو له پېښوه پولیسې راغواړو."

ده همداراز وویل چې پولیس چې د یوه ملزم نیولو لپاره چاپه وهي نو "د مجسټرېټ اجازه" ورسره وي "خو ځینې داسې امنیتي ادارې شته" چې کارکوونکي "یې خپله له پېښوره خیبر ضلعې ته داخلېږي او د خفیه معلوماتو په بنیاد د نشه يي توکو په کاروبار کې د ککړو کسانو او مطلوبو وسلوالو پرضد د کاروایۍ اختیار لري."

په خیبر کې په وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي چې پکې پولیس، د ملېشې ځواک سرتېري او قومي مشران په نښه شوي دي. د ناامنۍ ضد د سیمې خلکو مظاهرې هم کړې دي او پولیسو او امنیتي ادارو په وروستیو کې په یوشمېر کاروایانو کې نشه يي مواد او قاچاقوونکي نیولي دي او داراز یې د وسلوالو ضد هم عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG