د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په کالجونو او پوهنتونو کې د قبایلو او بلوڅ زده کوونکیو برخه بحاله کړه


د پخوانۍ فاټا زده کوونکو د خپلو حقونو لاس ته راوړو په موخه وخت په وخت مظاهرې هم کړې وې: انځور له ارشیفه
د پخوانۍ فاټا زده کوونکو د خپلو حقونو لاس ته راوړو په موخه وخت په وخت مظاهرې هم کړې وې: انځور له ارشیفه

پاکستان میډیکل کمېشن او د لوړو زده کړو کمېشن(هایر ایجوکیشن کمېشن) د ملک په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې د پخوانۍ فاټا او د بلوچستان زده کوونکیو ځانګړي سیټونه بحال کړل.

د سېنېټ مرستیال چیرمین مرزا محمد اپریدي د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د ملک په مختلفو طبي کالجونو او پوهنتونونو کې د قبایلي ضلعو او د بلوچستان د زده کوونکیو مخصوص سیټونه او سکالرشپونه بحال کړي دي

نوموړی وايي: "د ډېسېمبر پر ۱۵مه مو چې کله په اسلام اباد کې غونډه وه نو په هغې کې د د لوړو زده کړو د کمېشن او د صحت محکمې وفاقي سیکټري موجود وو او کوټه یې بحاله کړه."

د نوموړي په وینا، دا ډېر لوی بدلون دی او په ترڅ کې به یې لږ تر لږه ۸۰۰ زده کوونکي په میډیکل کالجونو کې په اېم اېم بي اېس او بي ډي اېس (د غاښونو طب) څانګو کې ډاکټران شي.

د قبایلي زده کوونکیو د ټولنې مشر حارث شینواری وايي، حکومت د زده کوونکیو په بیا بیا احتجاج باندې دا کوټه بحاله کړه او اوس پکار دي چې عملي کار هم پرې وشي. هغه وايي: "دا کوټه له ډېر پخوا راهیسې موجوده وه ځکه چې په اوپن میریټ یا ازاد رقابت باندې به قبایلي زده کوونکیو نه شوای کولی چې میډیکل کالجونو ته لاره ومومي. اوس حکومت وايي چې دا برخه یې بیا بحاله او دوچنده کړه."

په ځانګړو سیټونو او سکالرشپونو باندې په خیبر میډیکل کالج، پېښور پوهنتون، بها الدین ذکریا پوهنتون ملتان او همدا رنګه د کراچۍ او ایبټ اباد په پوهنتونونو کې سلګونو قبایلیانو او بلوڅو زده کړې کولې خو په ۲۰۱۸م کال کې چې پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبې ورګډه شوه نو ځینو تعلیمي ادارو دا سیټونه ختم کړي ول چې اوس یې په اړه حکومت وايي چې دا یې بحاله او دوه برابره کړي دي.

XS
SM
MD
LG