د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چاپېریال ساتنې اداره: د خیبر صنعتونه دې د هوا ککړتیا مخه ونیسي


د خیبر اوسېدونکي وايي د فولادو او نورو شیانو تولید کارخانې هوا ککړوي - پخوانی انځور.
د خیبر اوسېدونکي وايي د فولادو او نورو شیانو تولید کارخانې هوا ککړوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د چاپېریال ساتنې ادارې (اېنوایرنمېنټل پروټیکشن اېجنسي یا اي پي اې) د خیبر ضلعې پر کارخانه دارو غږ کړی دی چې د ماحول او هوا د ککړتیا مخنیوي لپاره دې اقدامات وکړي.

د هغې ادارې مشر انور علي شاه د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې په خیبر کې د اوسپنې او فولادو او داراز د نورو شیانو جوړولو کارخانې د جدیدې ټېکنالوژۍ استعمال ته اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو یوشمېر کلونو کې د هغې ضلعې اوسېدونکو په بیا بیا شکایت کړی دی چې د کارخانو د لوګي او په ناسم ډول د کیمياوي موادو او پاتې شونو د ضایع کولو له وجې ناروغۍ خپرېږي.

شاه وايي، د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی به په سیمه کې د خلکو صحت وژغوري. "موږ په خیبر کې د ټولو کارخانو مالکانو ته ویلي دي چې د ډرای بیګ (وچې ګونۍ یا بوجۍ) په نوم ټېکنالوژي ولګوي چې ګرد او لوګي ایسار کړي. دا تر ټولو موثره ټېکنالوژي ده. هر څوک چې د دې [امر] سرغړونه کوي، پر ضد یې کاروايي کوو."

د چاپېریال ساتنې ادارې مشر وویل، داسې اطلاعات وررسېدلي دي چې ځینې کارخانې "د ربړ تېل" سوځوي، چې د هغې مخنیوی هم کوي او په وروستیو کې یې "د خلاف ورزۍ" له وجې لږترلږه ("درې کارخانې تړلې دي."

د خیبر په باړه کې د سوداګرو ټولنې مشر علي محمد اپرېدی وايي، د کارخانو لوګي اوبو خلک له لویو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. "هلته په بازار او خواوشا کلیو کې د دې سټيل (فولادو) مېلونو او کارخانو د لوګي له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په جوماتونو کې هم ګردونه وي، سکولونه هم ترې متاثرېږي."

ده زیاته کړه چې حکومت دې کارخانې له استوګنځایونو لیرې ځایونو ته انتقال کړي او ورته دې ځانګړي صنعتي زونونه جوړ کړي.

د پاکستان په ډېریو ښارونو کې کارخانې داسې مواد سوځوي چې لوګي پیدا کوي او د هوا ککړتیا سبب ګرځي - پخوانی انځور.
د پاکستان په ډېریو ښارونو کې کارخانې داسې مواد سوځوي چې لوګي پیدا کوي او د هوا ککړتیا سبب ګرځي - پخوانی انځور.

په باړه کې د یوې کارخانې مالک د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې چې قبایلي ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې او د پاکستان ایین او قوانینو د ورغځېدو بهیر پیل شو نو د چاپېریال ساتنې قوانین او مقررات هم نافذ شول.

دی وايي، همدا لامل دی چې اوس "هڅه کوي" چې د چاپېریال د خوندیتوب قوانین "عملي" کړي او له هغې ادارې سره مرسته وکړي.

د خیبر پښتونخوا د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د پاکستان د لویو ښارونو د هوا اوسطه ککړتیا د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) له ټاکلیو حدونو لوړه ده او لازمه ده چې په دې برخه کې بیړني اقدامات وشي.

په پاکستان کې په کارخانو کې عموماً د تېلو، سکرو او طبیعي ګیس په ګډون داسې شیان سوځول کېږي چې انساني او حیواني صحت ته زیان لرونکي یوشمېر ګیسونه (ګازونه) تولیدوي. هغه ګیسونه نه یوازې هوا ککړوي بلکې ساینسپوهان یې د نړیوالې تودوخې لوړېدو مهم لامل هم بولي.

له دې پرته د خیبر په ګډون د پاکستان په یوشمېر برخو کې پر وخت د کارخانو د مشینونو نه مرمتول او تر ټاکلې مودې وروسته یې کارونه د یوشمېر کیمياوي ذراتو لرونکي لوګي لامل کېږي چې روغتیاپالان یې د خلکو صحت ته زښت تاواني بولي.

دا راز، روغتیاپالان او څېړونکي وايي چې د خیبر د کارخانو د کیمیاوي پاتې شونو او ناولو اوبو په سم ډول نه ضایع کول هم د انسانانو، څارویو، ځناورو، د اوبو ژویو او مارغانو روغتیا ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG