د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې چارواکو په غیر قانوني‌ ډول وهل شوې ونې او قاچاقېدونکي لرګي نيولي


د خیبر تیرا یوه غرییزه سیمه ده چې ځنګلونه لري او حکومت پکې د سیلګرۍ ځایونه جوړوي - پخوانی انځور
د خیبر تیرا یوه غرییزه سیمه ده چې ځنګلونه لري او حکومت پکې د سیلګرۍ ځایونه جوړوي - پخوانی انځور

د خیبر ضلعې د ځنګلاتو د ساتنې محکمې د تیرا په مختلفو ځایونو کې په غیر قانوني توګه وهل شوې قیمتي ونې او لرګي په خپله ولکه کې اخیستي دي.

د خیبر ضلعې د ځنګلاتو محکمې مرستیال مشر اورنګزېب خان د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د ونو وهلو سامانونه یې هم نيولي دي. "موږ په لومړي وار په تیرا کې خپل اختیارات استعمال کړل او د ځنګلونو وهلو پرضد مو کارروایي وکړه. په لوی مقدار کې مو لرګي په خپله ولکه کې واخیستل، مشینونونه او ارې مو هم ورسره نیولې دي."

نوموړي زیاته کړه چې د ځنګلونو ژغورل ضروري دي او د دې کار لپاره ورسره د انتظامیې پولیسو او ځایي مشرانو مرسته هم شامله ده. "په غير قانوني‌ ډول ځنګلونه وهونکي او د لرګیو قاچاقوونکي‌ دې خبر وي چې پر ضد به یې ګامونه اخیستل کېږي."

تر ۲۰۱۸ز کال مخکې کله چې قبايلي سیمې د خیبر پښتونخوا صوبې برخه نه وې نو هلته د نور پاکستان په څېر د ځنګلونو د ژغورنې قوانين نافذ او عملي نه ول. اوس د خیبر ځنګلاتو محکمه وایي چې د خیبر پښتونخوا او وفاقي قوانينو له مخې یې د غیرقانوني‌ ونو په وهلو او د لرګيو پر لېږد بندیز لګولی دی.

د خيبر یوشمېر فعالانو د حکومت دا کار ستايلی دی. په باړه اکاخېلو کې مېشت یو فعال عطاالله اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د ځنګلونو د ساتنې قوانين لا نور په سختۍ سره عملي کړي. "که ونې وهل روان وي نو بیا خو به د تيرا هېڅ ارزښت پاتې نه شي. د دې تر څنګ دې حکومت په غرونو کې نورې ونې هم ولګوي."

تیرا له پېښوره خوا او شا ۱۰۰ کېلومیټره ليرې پرته غرییزه سیمه ده چې ځنګلونه لري او پولې یې له اورکزیو، کورمې او د افغانستان ننګرهار ولایت سره لګېدلي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستيو کې په تیرا کې یو شمېر ځایونه د سیلګرۍ مرکزونو جوړولو لپاره خوښ کړي او هلته د سیلګرۍ محکمې په دې لړ کې خپله سروې مکمله کړې ده.

XS
SM
MD
LG