مشال راډیو
مشال راډیو
د خيبر چارواکو په ډرون بريد کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده
            <description>د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د سرحدي ځواک چارواکي دعوه کوي چې د باړې په اکاخېلو کې پوځ په ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ وسلوال وژلي دي.د سرحدي ځواک (اېف سي) یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۳۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه پرون ماښام شوي دي.
چارواکي دعوه وکړه چې وسلوال له تېرو څو اونیو راهیسې د خيبر په باړه سيمه کې ګرځېدل، پر یوه سرکاري روغتون یې قبضه کړې وه او د پولیسو سرتېري او ولسي خلک یې په نخښه کول.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په...</description>
پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغانانو پرمخ وتړله
            <description>د خیبر چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ تړلې ده.یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۲۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چارواکو یوه ورځ مخکې هغه لاره د هغو افغانانو لپاره پرانیسته چې هېواد ته د ستنېدو په موخه وار له مخه په تورخم یا شاوخوا سیمو کې پراته ول. 
ده وویل، لاره ځکه دوباره وتړل شوه چې طالبانو د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د پاکستان پر پوستې ډزې وکړې چې پکې د اېف سي یو صوبېدار ژوبل شو. 
د طالبانو...</description>
په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی
            <description>د خیبر پښتونخوا په خيبر ضلع کې له وسلوالو سره په نښته کې يو سرتېری وژل وژل شوی او دوه ژوبل دي. په خیبر کې د سرحدي ځواک یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د مارچ پر ۲۰مه غرمه مهال د باړې په برقمبرخېلو کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمينځ په نښته کې د اېف سي ځواک یو صوبېدار ووژل شو او یو مېجر او يو سپاهي ژوبل شول. 
نوموړي زياته کړه چې دا پېښه په برقمبر خېلو کې د وسلوالو د لټون عملیاتو پر مهال شوې ده. 
کومې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي. 
تر دې یوه ورځ مخکې د...</description>
پولیسو په لکي مروتو کې د ۶ مشکوک وسلوالو وژلو ادعا کړې ده 
            <description>بل پلو پولیس وايي، وسلوالو په لنډي کوتل کې د پښتو د وتلي شاعر امیر حمزه خان شینواري کلتوري ودانۍ ساتونکی پولیس په ډزو ویشتلی دی. په یادې ودانۍ کې د حمزه شینواري مزار هم دی.</description>
د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه تازه نښتې شوې دي
            <description>سیمه ییز چارواکي وايي چې د مارچ پر درېیمه هم له باجوړه تر جنوبي وزیرستان پورې د غځېدلې کرښې دواړو خواوو ته په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه شوي دي چې پکې لا د مرګژوبلې معلومات نه شته.</description>
عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی
            <description>پېښور های کورټ د خيبر پښتونخوا او پاکستان له حکومتونو د خیبر په تیرا کې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د خلکو د کډوالۍ په اړه لیکلی سپیناوی غوښتی دی.د فبرورۍ پر ۲۵مه د قاضيانو محمد نعیم انور او کامران حیات جرګګۍ د خيبر د يو استوګن زرک اپرېدي د غوښتنلیک اورېدنه وکړه.
نوموړي له عدالته غوښتي چې تیراوالو ته د کورونو د پرېښوولو په اړه د چارواکو ناليکلی او زباني حکم ناقانونه وګرځوي او هغوی ته دې د رسېدلو زیانونو تاوان ورکړل شي.
د خیبر پښتونخوا سرکاري وکیل (اېډوکېټ جنرل) شاه فیصل اتمانخېل، د...</description>
د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی
            <description>د خیبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په حملو کې اووه پولیس سرتېري او یو ماشوم وژلی دی.د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د ابابیل ځواک سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۵مه پر موټرسایکلونو ګزمه (ګشت) کاوه چې د ضلعې د مرکز خار په نوي کلي کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.
دی وايي، په پېښه کې څلور سرتېري ځای پر ځای مړه شول او دوه ژوبل شول.
اسرار زیاتوي چې د وژل شویو جنازې د باجوړ په پولیس لاینز کې وشوې.
په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې د ضلعې په حسنخېلو کې وسلوالو...</description>
د خیبر سوداګرو بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې خلاصې کړي
            <description>په تورخم کې د کسټم کلیرېنګ ايجنټانو ټولنې معراج الدین د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې که د پاکستان حکومت لارې خلاصې نه کړې نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي.</description>
د تیرا اوسېدونکي وايي د پوځ توغندي ۴ عام وګړي وژلي او ۷ یې ټپي کړي دي 
            <description>د باړې سیاسي اتحاد غړو عطاالله اپریدي او هاشم خان اپریدي هم مشال راډیو ته د دې پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا عام وګړي وو او د پوځ په مارټر توغندي لګېدلي دي.</description>
یو اېن اېچ سي ار: پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز راهیسې ۵۴ لکه افغانان ایستلي دي
            <description>د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، پاکستان او ایران د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدولي دي. پاکستان او ایران وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دي او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. نور په راپور کې. </description>
خیبر کې د بېنظیر انکم سپورټ په دفتر کې بمي چاودنه شوې ده
            <description>د خیبر ضلعې په یوې دولتي ودانۍ کې بمي چاودنه شوې ده چې پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.د لواړګي (لنډي کوتل) د پولیسو تاڼېدار زاهد خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د فبرورۍ پر ۱۱مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د خوږه خېلو د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په نوم د مالي مرستو ورکولو په دفتر کې وشوه چې پکې وداني زیانمنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، دفتر په یوه شخصي ودانۍ کې وو او حکومت د پروګرام له لارې له ځايي بېوزله ښځو سره مالي مرستې کولې.
د بمي چاودنې مسوولیت لا چا نه دی منلی خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې...</description>
تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی
            <description>د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې په امنیتي پوسته کې د ډرون مرمۍ (ګوله) چاودېدو په پېښه کې د پوځ یو افسر وژل شوی او یو سرتېری ژوبل دی.په خیبر کې د ملېشې ځواک یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پوځ او ملېشې ځواک غړو د فبرورۍ پر څلورمه د تیرا اکاخېلو په مماڼې پوسته کې دنده ترسره کوله چې د بې پیلوټه الوتکې توغندی وچاودېد چې پکې د پوځ کپتان عباس خان شینواری ووژل شو او یو بل سرتېری ژوبل شو.
چارواکي دا په ډاګه نه کړه چې مرمۍ څنګه وچاودېده...</description>
سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي
            <description>د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي یو ځل بیا ویلي دي چې د خیبر له تیرا څخه خلک د پوځ په امر او "په زور" له خپلو کورونو ایستل شوي دي چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د جمرود په لوبغالي کې ولسي غونډې ته وویل</description>
سهېل اپرېدي: امنیتي ادارې ولې د وسلوالو مخه نشي نیولای؟
            <description>اعلاوزیر تور پوري کړ چې په صوبه کې د ناامنۍ لامل د هغو "اقداماتو او بهرني سازش برخه"وه چې له مخې یې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان حکومت نسکور شو.</description>
د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده 
            <description>په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د پوځي عملياتو له امله د خیبر ضلعې له تيرا څخه د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده.د خيبر ضلعې په پيندي چينې سيمه کې د تيرا کډوالو د مرکزي نومليکنې د مرکز مشر او د پي ډي اېم اې ځايي چارواکي اصف زېب د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې  د کډوالو اندراج د معمول مطابق روان دی او که څوک کډه کول غواړي نو کولای يې شي.
ده زیاته کړه، "په پيندي چينې کې د زخه خېلو او په باړه کې په څلورو پواينټونو بيا د دې نورو قبيلو...</description>
د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې 
            <description>په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) ویلي چې د صوبې د نورو سیمو په ګډون د خیبر په تیرا کې هم د لا نورې واورې وړاندوینه شوې ده.یادې ادارې د جنورۍ پر ۲۵ نیټه په خپره کړې خبر پاڼه کې د موسمیاتو محکمې له خولې لیکلي چې د جنورۍ له ۲۵مې تر ۲۷مې نیټې د مغربي هواګانو یوه نوې څپه د خیبر پښتونخوا یو شمیر برخې متاثره کولای شي.
د خیبر ضلعې د مرستیال کمشنر د دفتر ویاند انس خان مشال راډیو ته ویلي چې د صوبې په دې سیمو کې د خیبر ضلع او په ځانګړې توګه تیرا هم شامله...</description>
د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی
            <description>د خيبر ضلعې د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ وايي، له تیرا څخه د خلکو وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی دی.د یادې کمېټۍ مشر ملک کمال الدین اپرېدي د جنورۍ پر ۲۴ مشال راډيو ته وويل چې پوځي او انتظامي چارواکو ورته ويلي دي چې د واورو ورېدو او بارانونو له وجې لارې بندې شوي دي او خلکو ته په کډه کولو کې مشکلات دي نو ځکه دوي ورکړې نېټه تر نامعلوم وخته غځولې ده. 
دا له هغه وروسته ده چې د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ...</description>
تیرا کې بارانونو او واورو د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډولې ده
            <description>د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډېدلې ده.د خیبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد بلال راو د جنورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته په استول وشې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د اعلاوزیر سهېل اپرېدي په امر یې په تیرا کې له واورو او بارانونو د اغېزمنو خلکو د ژغورلو چارې پیل کړې دي.
بيان زياتوي چې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې د اغېزمنو لپاره په کمبلو، بړستونو، میټرسو، خېمو، ترپالونو او د ماشومانو لپاره په تودو جامو بار ۱۲...</description>
د تیرا د یوې کډوالې کورنۍ د ګاډي اوښتو پېښې ۲ ماشومان وژلي
            <description>د خیبر ضلعې له تیرا د یوې بې کوره شوې کورنۍ ګاډی کندې ته پرېوتی دی چې پکې دوه ماشومان وژل شوي دي.د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکي مقصود عالم د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې پېښه د روانې میاشتې پر ۲۱مه شپې ناوخته شوې ده.
دی وايي، د تیرا میدان یو اوسېدونکي په پېک اپ ګاډي کې کډه بار کړې وه او باړې ته پر لاره وو چې په دوه توی کې ګاډی د ډرېور له واک یا کنټروله ووت او کندې ته پرېوت.
مقصود وايي، په پېښه کې په ګاډي کې سپاره پینځه تنه سخت ژوبل شول چې وروسته یوې دوه کلنې...</description>
سهېل اپرېدی وايي د تیرا عملیات د ټوپک په زور ورباندې تپل شوي دي
            <description>هغه وویل، "دا کوم پوځي عملیات چې روان دي، زه یې نه پرون ملګری وم، نه یې نن ملګری یم او نه به یې سبا ملګرتیا وکړم. دا نن چې کوم عملیات روان دي، دا د ټوپک په زور روان دي او د بندو کمرو پرېکړې پر موږ مسلط کوي."</description>