غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر دویمه د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیې ۳۰، ۳۰ روپۍ او د خاورو تېلو بیه څه د پاسه ۲۶ روپۍ لوړې کړې. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم اسلام اباد د تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی اعلان کړی وو.
د صوبې د مالي چارو ادارې اسناد چې مشال راډیو ترلاسه کړي ښيي چې د بجټ حجم ۱،۳۳۲ اربه روپۍ دی چې پکې د پرمختیايي چارو لپاره د ۴۱۸ اربه روپیو بېلولو وړاندیز شوی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي حالت سمولو لپاره د کفایت شعارۍ د پروګرام عملي کولو اعلان هم کړی دی.
په ترمیمي مسوده کې د ماشومانو قاچاقوونکو ته د عمر قید او د ماشومانو د غیر اخلاقي ویډیوګانو جوړوونکو لپاره هم د بند او جرمانې سزاګانې شاملې دي.
امریکا غږ ډیوه راډیو او د اردو ژبې دي انډېپېنډنټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د پېښور تهکال تاڼې پولیسو ورته ویلي چې څلور سندرغاړي یې ځکه نیولي دي چې په "ناقانونه توګه" په پاکستان کې اوسېدل.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان له خوا لاریون تر اعلان وروسته تور پورې کړی چې نوموړی په ملک کې کورنۍ جګړه غواړي.
په خبري غونډه کې د اقلیتونو د امنيت لپاره د کوټلې تګلارې جوړولو غوښتنه وشوه او تر څنګ یې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت پر چارواکو نيوکې وشوې چې د سیکانو سره د غمرازۍ لپاره حاضر نه شول.
د مسلم لیګ نون ګوند سرچینو مشال راډیو ته وویل چې له شهباز شریف سره په دې سفر کې د یاد ګوند نور مهم غړي خواجه محمد اصف، مریم اورنګزیب، احسن اقبال، خرم دستګیر، مفتاح اسماعیل او خواجه سعد رفیق ملګرتیا کوي. دوی ټول د اوسنۍ وفاقي کابینې غړي دي.
د ګوند يوشمېر کسان په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو کې راغونډ شوي ول او د نوي حکومت پرضد يې شعارونه ورکول.
په پېښور کې د سويي ناردرن ګیس پایپلاین ادارې یوه چارواکي له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په ټول پاکستان کې د ګیس د پیداوار کچ د ضرورت یا تقاضې پرتله کم شوی دی.
حکومتي او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو روانه میاشت د پوځ ویاند مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په تېرو درو میاشتو کې یې د وسله والو پرضد عملیات پراخ کړي دي.
د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د ورځنۍ خبري غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا "په پاکستان کې پرمختګونه له نېږدې څاري. موږ د پاکستان د اییني بهیر او د قانون واکمنۍ درناوی او ملاتړ کوو خو تر هغو چې د تورونو خبره ده، هغه هېڅ واقعیت نه لري."
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې وسله والو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د سیند حکومت او هلته د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، پر وزیر مقدمې نه شي ختمولای ځکه چې قضیې یې په عدالت کې روانې دي.
د خبریالانو ترڅنګ په پاکستان کي د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د حقونو فعالان هم د حکومت پر تازه اقدام نیوکې کړې دي.
د پاکستان حکومت د شېرپاو او خټک د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ویلي دي چې د هېواد د اقتصادي او نورو مسلو د هواري هڅو ته یې دوام ورکړی دی.
نور وښیئ