د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان شاوخوا یوه میاشت کې په درېیم ځل د تېلو بیې لوړې کړې


په پېښور کې د تېلو پمپ یو کارکوونکی په ګاډي کې تېل اچوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې د تېلو پمپ یو کارکوونکی په ګاډي کې تېل اچوي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې پر درېیم ځل د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو د بیو لوړولو اعلان کړی دی.

د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل د جون ۱۵مې پر ماخوستن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د تېلو نوې بیې د جون له ۱۶مې څخه عملي کېږي.

ده وویل، د پېټرولو د یو لیټر بیه د ۲۴ روپیو له اضافې سره څه کم ۲۳۴ روپیو، د ډیزلو د یو لیټر نرخ له ۵۹ روپیو زیاتېدو سره څه د پاسه ۲۶۳ او د خاورو تېلو بیه له ۲۹ روپۍ زیاتېدو سره څه د پاسه ۲۱۱ روپۍ ته رسېدلې ده.

اسماعیل وویل، پوهېږي چې د تېلو د نرخونو له زیاتېدو سره به ولس له مشکلاتو سره مخامخېږي، خو زیاته یې کړه چې حکومت د اقتصادي بحران د هواري لپاره له دې پرته "بله چاره نه لري."

ورته خبره د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم کړې ده. نوموړي د جون پر ۱۶مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، د تېلو د بيو د زیاتېدو له وجې د خلکو له شکایتونو خبر دی خو په خبره يې چې له "حکومت سره بله لاره نه وه."

شریف په بیان کې هوډ ښوولی دی چې هېواد به له اقتصادي مشکلاتو خلاصوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر دویمه د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیې ۳۰، ۳۰ روپۍ او د خاورو تېلو بیه څه د پاسه ۲۶ روپۍ لوړې کړې. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې، د مې پر ۲۶مه هم اسلام اباد د تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی اعلان کړی وو.

د جون پر دویمه مفتاح اسماعیل په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول د تېلو د بیو زیاتولو پرېکړه یې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د پروګرام بحالۍ لپاره اخیستی دی.

نوموړي هغه مهال ویلي ول چې د تېلو په اړه د پخواني حکومت ورکړی ټول رعایت ختموي ځکه چې په وینا یې، حکومت پېټرول او ډیزل "په تاوان نه شي خرڅولای."

حکومت د تېلو په بیو کې د زیاتوالي اعلان تر هغه وروسته کړی چې د مې په پای کې د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ د شپږ اربه ډالرو د پور بحالولو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

ای اېم اېف په ۲۰۱۹ز کال کې له اسلام اباد سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلنه موافقه کړې وه خو په ۲۰۲۱ز کال کې یې د شرطونو نه پوره کېدو له وجې پاکستان ته د پور ورکړه ودروله. ای اېم اېف له اسلام اباده غوښتي دي چې ولس ته دې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ورکړی رعایت ختم کړي.

په تېرو درو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اېتلافي حکومت د جون پر ۱۰مه د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د څه د پاسه ۹،۵۰۰ اربه روپیو وفاقي بودیجې قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه. پر هغه ورځ اسماعیل قامي اسمبلۍ ته ويلي ول چې د راتلونکي مالي کال بودیجه د ۲۰۲۱-۲۲ز مالي کال پرتله یو ټرېلیین یا ۱،۰۰۰ اربه روپۍ زیاته ده.

نوموړي زیاته کړې وه چې د راتلونکي مال کال لپاره یې د ګټو د وفاقي ادارې (اېف بي ار) له لارې د ۷،۰۰۴ اربه روپۍ اټکل شوې ده. په دې توګه، د راتلونکي مالي کال بودیجه وار له مخه له تاوان (خسارې) سره مخامخ ده.

XS
SM
MD
LG