د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د یو پلاوي په مشرۍ لندن ته رسېدلی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د شهباز شریف په مشرۍ کې د مسلم لیګ نون ګوند د مشرانو یو پلاوی په شخصي سفر لندن ته رسیدلی.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا پلاوی به د مې پر ۱۱مه د یاد ګوند له رهبر نواز شریف سره لیدل ـ کتل کوي.

په روانو سیاسي حالاتو کې چې د عمران خان حکومت نسکور شوی، د مسلم لیګ نون په مشرۍ کې نوي ایتلافي حکومت په کار پیل کړی او پر ضد یې د تحریک انصاف جلسې هم روانې دي، لندن ته د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه سره د ملګري پلاوي سفر څومره مهم دی؟ دا پوښتنه د مې پر ۱۰مه، په اسلام اباد کې یو خبریال، د دفاعي چارو له وفاقي وزیر خواجه اصف څخه وکړه، نوموړي یې په ځواب کې وویل:

"د دې دورې سیاسي اهمیت نشته، زموږ رهبر نواز شریف په لندن کې اوسیږي او موږ د هغه د درناوي لپاره هلته ورځو، له هغه به مشورې اخلو چې د راتلونکې لپاره څه ډول تګ لاره پکار ده؟ "

د مسلم لیګ نون د یو مشر او د دفاعي چارو د وفاقي وزیر خواجه اصف نظر په خپل ځای چې وايي، دا دوره سیاسي اهمیت نه لري خو شنونکي بیا ګڼي چې په موجوده سیاسي حالاتو کې دا سفر ډېر مهم او ارزښتناک دی.

خبریال او د سیاسي چارو شنونکي شمیم شاهد مشال راډیو ته وویل: "په ملک کې حالات ډېر ترینګلي دي، سیاسي اړی ګړی لیدل کېږي، د حکومت خلاف سخت مزاحمت بلکې یو ډول بغاوت روان دی نو دا د مسلم لیګ نون په مشرۍ کې د اوسني حکومت لپاره یو لوی چیلینج دی، د کومې نه د راوتو لپاره چې د مسلم لیګ نون مشران په لندن کې راټول شوي او سلا مشورې کوي."

شمیم شاهد زیاتوي چې د اوسني حکومت لپاره حالات خوندي نه دي او د دغو سیاسي کړکیچونو څخه د خوندي راوتلو لپاره د مسلم لیګ نون مشران د پخواني وزیراعظم نواز شریف سره سلا مشوره کول غواړي.

د شهباز شریف په مشرۍ کې ایتلافي حکومت ته په داسې وخت کې د واک واګي په لاس ورغلي چې ملک له اقتصادي پلوه د لوی بحران سره مخامخ دی چې ترې راوتل، ظاهراً اسانه نه ښکاري. خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي، که اوسنی حکومت کار جاري ساتل غواړي نو ځینې سختې پرېکړې به کوي.

هغه وايي:

"که دوی حکومت چلوي نو اړ دي چې د بجلۍ او پیټرولیم بیې به لوړوي، که دا کار وکړي نو د حکومت خلاف به د عمران خان بیانیې ته ګټه رسیږي. نو دوی اوس په مشکل کې ګېر دي. نواز شریف هم ځیني تحفظات لري، هغه دوی ته ویلي وو، په موجوده حالاتو کې د عمران خان حکومت مه نسکوروئ. نو اوس دوی ځکه نواز شریف سره کښېني چې د هغه خبرې چې هغه ورته پخوا کړې وې، اوس دوی ته ثابتې شوې دي چې سمې وې."

عمران خان د اوسني حکومت خلاف د احتجاجونو لړۍ پیل کړې ده.
عمران خان د اوسني حکومت خلاف د احتجاجونو لړۍ پیل کړې ده.

د مسلم لیګ نون ګوند سرچینو مشال راډیو ته وویل چې له شهباز شریف سره په دې سفر کې د یاد ګوند نور مهم غړي خواجه محمد اصف، مریم اورنګزیب، احسن اقبال، خرم دستګیر، مفتاح اسماعیل او خواجه سعد رفیق ملګرتیا کوي. دوی ټول د اوسنۍ وفاقي کابینې غړي دي.

د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپريل په ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG