د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې لسګونه کسانو پر جومات د برید ضد احتجاجي او ماتمي لاریون کړی


لسګونه کسانو د مارچ پر شپږمه د اهل تشیع پر جومات د برید خلاف احتجاجي او ماتمي لاریون وکړ.
لسګونه کسانو د مارچ پر شپږمه د اهل تشیع پر جومات د برید خلاف احتجاجي او ماتمي لاریون وکړ.

په پېښور کې لسګونه کسانو او دیني عالمانو د یوه احتجاجي لاریون له لارې له حکومته غوښتي چې د اهل تشیع پر جومات په برید کې دې ککړ کسان ونیسي.

د مارچ پر څلورمه یو وسله وال د پېښور په رسالدار کوڅه کې لومړی د جومات پر ساتونکو پولیسانو ډزې وکړې چې پکې یو سرتېری ووژل او دویم ټپي شو، او وروسته یې په جومات کې ځانمرګی برید وکړ چې پکې د چارواکو په وینا د وژل شویو شمېر تر ۶۲ رسېدلی او تر ۱۸۵ زیات کسان ژوبل دي.

د اهل تشیع پر جومات د حملې ذمه واري د اسلامي دولت یا داعش ډلې خراسان څانګې ومنله.

د مارچ پر شپږمه د احتجاجي او ماتمي لاریون انتظام د اهل تشیع دیني عالمانو شورا (شیعه علما کونسل) او نورو سازمانونو کړی وو چې د پېښور ښار له مختلفو برخو تېر شو. لاریونوالو د ترهګرۍ ضد نعرې ووهلې.

د شورا یوه غړي علامه عابد حسین شاکري د لاریون پرمهال مشال راډيو ته وویل چې حکومتي ادارې باید د ترهګرۍ تر پېښو مخکې بریدګر ونیسي. "د مختلفو ادارو والا دې متوجه شي چې دا ستاسې بنیادي ذمه واري ده. ځکه په ملک کې دا [لومړۍ] واقعه یا دویمه نه ده، په دې ملک کې مختلف کسان - مسلمان، غیر مسلمان – قتلېږي. نه جوماتونه، نه بازارونه او نه چرچونه (کلیساګانې) خوندي دي. دوی باید وخت [د مشکوکو] کسانو نشاندهي وکړي او په کار دی چې دا واقعې و نه شي. کومو کسانو چې [پر جومات برید کړی] هغوی باید ونیول شي او سزا شي."

په قصه خوانۍ کې یو بل احتجاج کوونکي سید عالم شاه الحسیني پر امنیتي اقداماتو نیوکې وکړې. "د افسوس مقام دی. په دې حکومت افسوس کوو، پر انتظامیې یې افسوس کوو چې د دومره انتظامیې باوجود داسې واقعه کېږي."

د پېښور احتجاجي او ماتمي لاریون ته د جمعیت علمای اسلام (ف) او د مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان هم ورغلی وو. نوموړي هم پر امنیتي انتظاماتو انتقاد وکړ.

خو د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې وسله والو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د مارچ پر پینځمه په ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې د برید په تړاو یې درې مشکوک کسان معلوم کړي دي چې په راتلونکو ورځو کې به ونیول شي. نوموړي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

XS
SM
MD
LG